تاريخي ګام: ۲۳ هېوادونه ګډه اوردو جوړوي!

د اروپايي ټولنې غړي ۲۳ هېوادونه په پام كې لري چې د اروپا د دفاع په نامه د ځانګړې بوديجې د منظورولو سره نوې اوردو جوړه كړي.

تاريخي ګام: ۲۳ هېوادونه ګډه اوردو جوړوي!

 

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډې اوردو د جوړولو په موخه پروتوكول لاسليك كړ.

ټاكل شوې ده چې ۲۳ غړي هېوادونه به په لومړي پړاو كې ۵،۸ ميليارده ډالره پېسې د ګډې نظامي بوديجې لپاره جلا كړي. دا پېسې به د نوو وسلو د اخيستلو، د جګړو د لګښتونو او ورته نورو اړتياو لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال كې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر اروپايي هېوادونه نيوكه كړې وه چې د ناټو لپاره د اړتيا وړ بوديجه نه جلا كوي.

تمه كيږي چې د ۲۳ هېوادونو ګډه اوردو به د نظامي عملياتو په ډګر كې امريكا ته د اروپا د اړتيا كچه هم راټيټه كړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست او امنيت مسئولې فدريكا موګريني دا پروتوكول يو تاريخي ګام وبللو او زياته يې كړه چې دا پروتوكول به د ناټو په چوكاټ كې د امريكا سره د همكارۍ په برخه كې هم مرسته وكړي.

د اروپا د ګډې اوردو د جوړولو فكر ډېر پخوانى دى چې تل د انګلستان د هېواد د مخالفت سره مخامخ شوى دى. له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو سره سم د جرمني او فرانسې په مشرۍ دا ګام پورته شو.



اړوند خبرونه