د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا  په ایالت کې  په یو ښوونځي وسله وال برید وشو.

په امریکا کې په ښوونځي وسله وال برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا  په ایالت کې  په یو ښوونځي وسله وال برید وشو.

 د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورنیا  په ایالت کې  په یو ښوونځي وسله وال برید وشو.

د امریکا د کالیفورنیا  ایالت په شمال کې  د تیهاما  په کلي کې  یو تن  برید کوونکي  د یو ابتدایه ښوونځي په ګډون  په یو زیات شمیر په ځینو مکانونو  ډزې وکړې.

د نوموړي ډزو په پایله کې  لږ تر لږه  ۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

د تیهاما د کلي پولیسو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي د یو ابتدایه ښوونځي په ګډون په ۷ مکانونو  ډزې کړي دي.

د یادې شوې سیمې د پولیسو د مشر مرستیال فیل جان ستون  خبریالانو ته وویل چې  په برید کې  لومړی  درې تنو ژوند  د لاسه ورکړی وو  او یو تن  سخت ټپی شوی وو چې  ټپي کس هم  په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د ښوونځي د  ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه   ټپیان شوي دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

د هغه په وینا  برید کوونکي  ابتدایه ښوونځي ته د ننوتو هڅه کوله  چې  د ښوونځي چارواکیو د ډزو د غږ د اوریدو سره سم  د ښوونځي ټولې دروازې  تړلې وې.

د پیښې د قربانیانو نه  یوه ښځه ده.  د پیښې یو تن عیني شاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي  په ټوپک او تبانچي  سمبال وو چې لومړی  په یوې ښځې د خپل کور په مخکې ډزې وکړې.

همداشان  پدې پیښه کې لارویان  ، په موټر کې د سیمې نه تیریدونکي  او حتا په خپل کور کې  ناست کسان  وژل شوي دي.

پولیسو برید کوونکی  تشخیص کړی دی او ویلي دي چې  ۴۴ کاله عمر لري.



اړوند خبرونه