ایکوادور  د ویکي لیکس  بڼست ایښودونکي  جولین اسینج ته  تابعیت ورکړ.

ایکوادور د ویکي لیکس مشر ته تابعیت ورکړ

ایکوادور  د ویکي لیکس  بڼست ایښودونکي  جولین اسینج ته  تابعیت ورکړ.

ایکوادور  د ویکي لیکس  بڼست ایښودونکي  جولین اسینج ته  تابعیت ورکړ.

د الیونیورسو  ورځپاڼې  د ایکوادور  د یو جګپوړي چارواکي  له قوله ویلي دي چې  اسینج ته  تابعیت ورکړ شو.

ورځپاڼې  د اسینج  د پاسپورت  شمیره هم  خپره کړې ده .

د ویلو ده چې  اسینج  لنډه موده مخکې  د ایکوادور د فوټبال د ملي لوبډلې  د فورم  سره  اخیستی  عکس  خپور کړی وو.

د ویلو ده چې  د ویکي لیکس  د پاڼې بڼسټ ایښودونکي  د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې  د امریکا اړوند  د پټو راضونو د خپرولو نه وروسته  په لندن کې د ایکوادور  سفارت ته  پناه یوړه.

هغه  د لندن لخوا د نیول کیدو او وروسته  سویس حکومت ته د سپارولو  له ډاره  د ایکوادور سفارت ته پناه وړې وې.

د تیر کال  د جون په میاشت کې  په سفارت کې د اسینج ۵ کاله پوره شوي وو.



اړوند خبرونه