امریکا متحده ایالتونو پر سوریې  هوايي بریدونه پیل کړل.

امریکا، فرانسې او انګلستان پر سوریې هوايي بریدونه پيل کړل

امریکا متحده ایالتونو پر سوریې  هوايي بریدونه پیل کړل.

امریکا متحده ایالتونو پر سوریې  هوايي بریدونه پیل کړل.

 امریکا پر سوریې  هوايي بریدونه  د  اسد رژیم  لخوا ‌ د کیمیايي وسلو د کارولو په اړه   د ولسمشر  ټرمپ د څرګندونو نه وروسته  پیل کړل.

ټرمپ‌  د امریکا لخوا پر سوریې د هوايي بریدونو د پیلولو نه پخپله خبر ورکړ. ټرمپ‌ وویل چې  په  سوریه  د کیمیايي  وسلو پر مرکزونو يي  د پوځي‌ عملیاتو  امر  ورکړ. هغه وویل چې دا عملیات   د فرانسې او انګلستان سره په ګډه  ترسره کیږي. 

د ولسمشر ټرمپ‌ د څرګندونو نه وروسته  د پلازمینې  دمشق لویدیځ لوري‌ ته  د لبنان سره  په پوله کې  د اسد د رژیم  اړوند  په پوځي‌ مرکزونو  هوايي بریدونه ترسره شول.

امریکا متحده ایالتونو ویلي‌ دي‌ چې  پدې بریدونو کې  د توماهوک د توغندیو نه هم  کار اخیستی دی.

د رویټرز خبري‌ اژانس  په پلازمینه  دمشق کې د ۶ سترو چاودنو د غږونو د اوریدل کیدو نه  خبر ورکړی دی. رویټرز  ویلي‌ دي‌ چې په دمشق لومړي‌ توغندي‌ ولګیدل.

رویټرز ویلي‌ دي‌ چې  په دمشق کې  د بارزا  د علمي‌ او تحقیقاتي‌ مرکز نه  لوګي‌ پورته کیږي. 

همداشان په دمشق کې  د ملیشه ځواکونو د څلورم  غنډ  په مرکز هم توغندي‌ لګیدلي‌ دي.

د امریکا  د دفاع  وزارت ویلي‌ دي‌ ټول هغه پوځي‌ مراکز  چې  ددوې د هوايي‌ عملیاتو  پر وړاندې  خنډ  جوړوي‌ په نښه کوي.

همداشان  د انګلستان د دفاع وزارت هم  پر سوریې د پوځي‌ عملیاتو په اړه  څرګندونې کړي‌ دي. د انګلستان د دفاع وزارت ویلي‌  دي‌ چې  دا بریدونه  د اسد رژیم  لپاره چې  په خپلو هیوادوالو  د کیمیايي  وسلو بریدونه کوي  ښکاره  پيغام  دی.



اړوند خبرونه