د یونان اداري محکمې د نوموړي هیواد په کمپونو کې د میشتو کډوالو په اړه ډیره مهمه پریکړه وکړه

د یونان په کمپونو کې د میشتو کډوالو په اړه مهمه پریکړه !

د یونان اداري محکمې د نوموړي هیواد په کمپونو کې د میشتو کډوالو په اړه ډیره مهمه پریکړه وکړه

د یونان  عالي اداري محکمې  د نوموړي هیواد په کمپونو کې  میشتو کډوالو ته  د پناهندګۍ د وړاندیز د نتیجې د معلومیدو پورې  د کمپونو نه بهر په ازاده توګه  د ګرځیدو اجازه ورکړه.

د یونان  د پناه غوښتنې   شورا  د میدیلي  په کمپ کې د کډوالو د کمپونو  د عمومي  ریس  په هغه پریکړه چې کډوال  باید  د پناه  د نتیجې د معلومولو  پورې په کمپونو کې وساتل  شي اعتراض  وکړ  او اداري محکمې ته راجع کړه.

د یونان اداري محکمې بیا  د پناهنده ګۍ   د شورا  اعتراض  پر ځای وباله او د رایو په اکثریت سره يي د کمپ د ریس پریکړه  رد کړه.

د یونان د اداري محکمې  د پریکړې له مخې ددینه  وروسته  ټول هغه کډوال چې  په یونان کې  پناهنده ګي  غوښتنه کوي  د پناهنده ګۍ  د وړاندیز د نتیجې د معلومیدو پورې کولی شي چې په ټول هیواد کې په ازاده توګه  وګرځي.

د یونان د کډوالو د سیاستونو  د وزارت مرستیال  د اداري محکمې د پریکړې په اړه ویلي دی  چې ( دا پریکړه به د کډوالو  مسلې ته  بل رنګ ورکړي خو  د اروپايي ټولنې  او ترکیې ترمنځه  د کډوالو په اړه په لاسلیک شوي  تړون به  هیڅډول اغیزې ونکړي.)

د یونان د کډوالو د سیاستونو مرستیال وزیر  په اروپايي ټولنې د نیوکې سره ویلي دي چې  د سوري کډوالو په برخه کې د ترکیې سره  شوې ژمنې  ندي عملي شوي. د همدې امله  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکې  پر ځای دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ټولنه مجبوره ده چې پدې مسله کې  د ترکیې سره  د مالي مرستو په اړه کړې ژمنې  پر ځای کړي. اروپايي ټولنه باید  په ترکیه کې  د میشتو  شاوخوا درې نیم میلیونو تنو سوري کډوالو د کمپونو د بڼسټیزو چارو په خاطر  مالي  مرسته وکړي. ټولنې  د سوري کډوالو په برخه کې د ترکیې سره د ځینو مالي مرستو ژمنه کړې وه  خو دا پيسې هم  تر اوسه پورې ندي ورکړي.

که چیرې حقیقت  ووایو  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ټولې نیوکې پر ځای دي.



اړوند خبرونه