`` شكنجه كونكې`` په لومړي پړاو كې بريالۍ شوه.

د امريكا متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو د ادارې مشرتابه ته د ولسمشر ډانلد ټرمپ نوماندې جينا هاسپېل ددې هېواد د كانګرس د استخباراتو د كميسيون نه مثبته رايه ترلاسه كړه.

جينا هسپېل په سي آى اې كې د ۳۳ كلونو لپاره كار كړى دى چې اوسمهال ددې ادارې مرستياله وه. د بهرنيو چارو د وزير په د سي آى اې د پخواني مشر په توګه د مايك پومپيو تر ټاكل كېدلو وروسته ټرمپ نوموړې ددې ادارې مشرتابه ته نومانده كړه.

پر جينا هاسپېل تور لګول كيږي چې د ۲۰۰۱م كال د سپتمبر د مياشتې د ۱۱مې نېټې تر پېښو وروسته يې د امريكايي استخباراتو لخوا د شكمنو كسانو د تښتولو او بيا شكنجه كولو په چارو كې يې مخامخ لاس درلود.

هاسپېل پدې وتوانېدله چې نن د كانګرس د  استخباراتو د كميسيون لخوا د تاييد رايه ترلاسه كړي. هاسپېل د ۱۵ رايو نه ۱۰ مثبتې رايې ترلاسه كړلې.

ټاكل شوې ده چې په راتلونكې اونۍ كې به هاسپېل د كانګرس عمومي غونډې ته د اعتماد د رايې د ترلاسه كولو لپاره لاړه شي.

هاسپېل د كانګرس د استخباراتو د كميسيون سره په خبرو كې پخوا د شكمنو د شكنجه كولو نه پښېماني ښودلې ده او وعده يې كړه ده چې د ټاكل كېدلو په صورت كې به بيا دا پروګرام پيل نه كړي.

اړوند خبرونه