په هندوستان کې  یو ځل بیا ټرافیکې پيښې  شاوخوا ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

په هندوستان کې ټرافیکي پيښې فاجعه رامنځته کړه

په هندوستان کې  یو ځل بیا ټرافیکې پيښې  شاوخوا ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

په هندوستان کې  یو ځل بیا ټرافیکې پيښې  شاوخوا ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هندوستان د اوتارپرادیش  په ایالت کې  د  یو مساپروړونکي  بس  موټر  د چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

د یاد شوي  ایالت  ماینپوري  د سیمې یو تن چارواکي  پرادیپ کمار د انادولو خبري اژانس ته ویلي دي چې  مساپر وړونکی  بس  موټر چې د راجستان ایالت نه راغلی وو  د ماینپوري  په سیمه کې  چپه شوی دی.

هغه ویلي دي چې  د بس د چپه کیدو لامل  ناڅرګند  دی . پرادیپ کمار ویلي دي چې  د لومړنیو  معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۱۶ تنه مړه  او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پيښې ټپيان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د بله پلوه  د بس ځینو مساپرو چې په سر سري  توګه ټپیان شوي دي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پیښه  د ډیر زیات سرعت  په پایله کې رامنځته شوه.

د بس چلوونکي  په ډیر سرعت سره  روان  وو چې  مساپرو ورته څو ځلې خبرداری ورکړ خو د چا خبرې ته يی غوږ کینښود.

نوموړي چارواکي ویلي دي دا لا معلومه نده چې پدې بس کې  څو تنو مساپرو  سفر کولو.

د سیمې  د پولیسو مشر  بیا  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  بس موټر  د ډیر زیات سرعت له امله  د سړک په غاړه د موانعو سره د جنګیدو نه وروسته  چپه شوی دی.

د بس چلوونکي  د ډیر زیات سرعت له امله د موټر کنټرول د لاسه ورکړی وو او بس چپه شوی دی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې  ویلي دي چې د پيښې له امله د مړو شمیر  مخ په لوړیدو  ده.



اړوند خبرونه