په مکسیکو کې د هوايي فشنګونو په کارخانه کې چاودنه وشوه

په مکسیکو کې د هوايی  فشنګونو  په کارخانه کې  د چاودنې له امله  لږ تر لږه  ۱۹ تنو ژوند  دلاسه ورکړ.

په مکسیکو کې د هوايي فشنګونو په کارخانه کې چاودنه وشوه

په مکسیکو کې د هوايی  فشنګونو  په کارخانه کې  د چاودنې له امله  لږ تر لږه  ۱۹ تنو ژوند  دلاسه ورکړ.

پیښه   د پلازمینې مکسیکو  شمالي لوري ته  د تولتاپیک  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  پدې پیښه کې  تر ۴۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.

ټپیان  نږدې روغتونو ته انتقال شوي دي.

د مکسیکو مقاماتو ویلي دي چې  په پیښه کې د وژل شوو کسانو په منځ کې  ۴ د اوروژونکي  او ۲ تنه هم  پولیس  شتون لري.

چاودنې  په ښار کې  په لسګونو کورونو ته  مالي  زیان  اړولی دی.

د پيښې  اصلي لامل  معلوم ندی  په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  تیره میاشت هم  د مکسیکو په همدې ښار کې په یو کور کې  د هوايي فشنګونو په یو ډیپو کې  چاودنه شوې وه چې په پایله کې  ۷ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي وو.

ویل کیږي د مکسیکو  ددې ښار  ډیری  اوسیدونکي  په کورونو کې  د هوايي فشنګونو د جوړولو  کار کوي.



اړوند خبرونه