ټرمپ  د کابینې یو بل غړي هم له دندې استعفا وکړه.

د ټرمپ د کابینې د چاپیریال ساتنې د ادارې مشر استعفا وکړه

ټرمپ  د کابینې یو بل غړي هم له دندې استعفا وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو  د ولسمشر دونالد ټرمپ  د کابینې یو بل غړي هم له دندې استعفا وکړه.

د امریکا د چاپیریال ساتنې د اژانس رئیس سکوټ پرویت له دندې استعفا ورکړه. د ویلو ده چې د  پدې وروستیو کې په  هغه د درغلیو ځینې تورونه لګیدلي وو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د نوموړي د استعفا خبر پخپله  د ټولنیزې مډیا  له لارې خپور کړ.

ټرمپ په خپور کړي  پیغام کې ویلي  دي  چې د ښاغلي  سکوټ پرویت استفعا يي ومنله او د هغه پر ځای د چاپیریال ساتنې د اژانس مرستیال د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

ټرمپ په خپور کړي پیغام کې د سکوټ پرویت نه مننه کړې او ویلي  دي چې تر ننه پورې  په ډیر بریالیتوب سره خپله دنده پرمخ وړې ده.

د یادولو وړ ده چې  د تیرو درو میاشتو راهیسې  څو ځله د چاپیریال ساتنې په اژانس کې درغلیو په اړه خبرونه خپاره شوي  وو.

ټرمپ  ته نږدې  د فوکس تلویزیون ویلي وو چې د  یاد شوي اژانس مشر باید له دندې ګوښه کړی شي.

 


پيوندونه: کابینه , امریکا , ټرمپ

اړوند خبرونه