په امریکا کې راهبانو په زرګونو تنه ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي

په امریکا متحده ایالتونو کې د کلیسا په  سلګونو راهبان  په زرګونو تنو ماشومانو د جنسي ځورونې تور لګیدلی دی.

په امریکا کې راهبانو په زرګونو تنه ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي

 

د امریکا د پنسلوانیا د ایالت د کاتولیک روم کلیسا په سلګونو  تنه  راهبان په زرګونو تنو ماشومانو باندې  د جنسي استثمار کولو  تور لګیدلی دی.

د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې  د پنسلوانیا د ایالت لوی څارنوال  جوش شاپیرو د دوه کلنو تحقیقاتو نه وروسته  پدې نتیجې رسیدلی دی چې  په امریکا کې د کلیسا په سلګونو تنو  راهبانو په زرګونو تنه ماشومان د جنسي پلوه استثمار کړي دي.

لوی څارنوال ویلي دي چې د واتیکان د کلیسا په سلګونو تنو چارواکیو په سیستماتیکه توګه  پدې پیښو  سترګې پټې کړي دي.

څارنوال ویلي دي  چې  د کاتولیک روم د کلیسا  تر ۳۰۰ تنو ډیرو راهبانو  د ۱۹۵۰ کال راهیسې  په سیستماتیکه توګه  په زرګونو  تنه ماشومان  د جنسي پلوه  ځورولي دي.

د بله پلوه  د ژوري هیت  په راپور کې ویل شوي دي چې  ددې پيښو په اړه  یو زیات شمیر  اسناد او شواهد لا درکه شوي دي  او  ډیری  ماشومانو له ډاره  دا خبره پټه ساتلې ده .

څارنوال ویلي دي چې د  جنسي استثمار قربانیان  ډیری  هلکان  دي  او حتا  په بعضو باندې جنسي  تیری  شوی دی.



اړوند خبرونه