واتیکان د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونکي راهبان وغندل

واتیکان د کلیسا د راهبانو لخوا د جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې د رسوايي د په ډاګه کیدو نه وروسته لومړنی غبرګون وښود

واتیکان د جنسي پلوه د ماشومانو ځورونکي راهبان وغندل

واتیکان  د امریکا  د پنسلوانیا  په ایالت کې  د هغو سلګونو تنو راهبانو  پر خلاف سخت غبرګون وښود چې  تر زرو ډیرو  ماشومان يي د جنسي پلوه  ځورولي دي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د پنسلوانیا ایالت  لوی څارنوال  د کاتولیکې کلیسا د سلګونو تنو راهبانو په اړه  چې  ماشومانو د جنسي   پلوه ځورولي وو  تحقیقات پایته ورسول.

لوی څارنوال  ویلي دي چې دا تحقیقات  ښايي  چې  د کلیسا په سلګونو تنو  راهبانو تر زرو تنو  ډیر  ماشومان  د جنسي پلوه ځورولي دي.

هغه ویلي وو چې  واتیکان  چارواکیو  په سیستماتیکه توګه  پدې  مسلې  سترګې پټې کړي  او پرده پرې غوړولې ده .

واتیکان  کلیسا  ددې پرمختګ نه وروسته  د نوموړو راهبانو په اړه  چې ماشومان يي  د جنسي پلوه  ځورولي دي سخت غبرګون وښود.

واتیکان  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  جنسي استثمار او ځورونه  لوی جرم  دی چې د اخلاقي پلوه باید وغندل شي.

په بیان کې  د واتیکان د رسنیو د دفتر  د مشر ګریګ بورکي له قوله لیکلي دي دي چې واتیکان  د ماشومانو جنسي ځورونه  او استثمار  په کلکه توګه غندي.

هغه د پنسلوانیا  د لوی څارنوال لخوا د  ترسره شوو تحقیقاتو  په پایله کې د جوړ شوي راپور په اړه ویلي دي ( دا  وحشيانه  جرم  یواځې  د دوو  کلمو سره  باید بیان شي چې هغه هم  د شرم او ژور خفګان  دی. )

په راپور کې  بیان شوی  د ماشومانو  جنسي استثمار او ځورونه  لوی جرم  دی او د اخلاقي پلوه باید  وغندل شي. دا ډول  چلندونه  او کړنۍ  متضررین د حیثیت او عقیدو نه محروم کول  او هغوې پر حق کې ستر خیانت  کول  دي.

د ویلو ده چې د امریکا د پنسلوانیا د ایالت لوی څارنوال  ویلي دي چې دې جنسي ځورونو  د ۱۹۵۰ کلونو راهیسې  دوام  کړی دی. د څو لسیزو راهیسې  دې  مسلې دوام  درلود  خو  د واتیکان  مشرانو پرې تل  سترګې پټې کړي دي.



اړوند خبرونه