اندونیزیا یوې بلې زلزلې ولړزو

په اندونیزیا کې د ریکتر په کچه د ۶ عشاریه ۴ په لویوالي سره بله زلزله رامنځته شوه

اندونیزیا یوې بلې زلزلې ولړزو

په اندونیزیا کې  دوه اوونۍ  مخکې د رامنځته شوې زلزلې له امله  د مړو شمیره  ۲۰۶۵ تنو ته لوړه شوه.

د اندونیزیا د ریپابلیکا ورځپاڼې د خبر له مخې  پداسې حال کې چې په اندونیزیا کې د تیرې اوونۍ د زلزلې ټپونه  تازه  دي  یاد شوی هیواد  یوې بلې زلزلې ولرزو.

د اندونیزیا  په ختیځ کې  د جاوا ایالت په شمال ختیځ کې  د ریکتر په کچه  د ۶ عشاریه ۴ په لویوالي سره  زوروره  زلزله رامنځته شوه.

د ویلو ده چې د نوموړې زلزلې له امله  تر اوسه پورې د ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د اندونیزیا د ملي ناورین ادارې  ویلي دی چې  زلزله  تر ټولو  ډیره  د جاوا ایالت د ګایام  په سیمه کې  حس  شوې ده . همداشان  زلزلې په یاده شوې سیمې کې ګڼ شمیر کورونه نړولي دي چې  تر اوسه پورې  د ۳ تنو د وژل کیدو  خبر ورکړ شوی دی.

د بله پلوه  په اندونیزیا کې د سپټمبر په ۲۸ مې نیټې د رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیره  ۲۰۶۵ تنو ته لوړه شوې ده . ویل کیږي تر اوسه پورې  د ۶۸۰ تنو د لا درکه کیدو  خبر  ورکړ شوی دی.

د اندونیزیا  چارواکیو ویلي دي چې په زلزله ځپلې سیمه کې به  د پلټنو رسمي چارې  نن  پایته ورسوي  او د سیمې د خلکو ، رضاکاره  او د لا درکه شوو کسانو د کورنیو لخوا به د پلټنې چارې دوام  وکړي. همداشان په سیمه کې به  فوق العاده  حالت  د روانې میاشتې تر پایه  دوام  وکړي.



اړوند خبرونه