په کانګو کې د ملګروملتونو ۷ تنه سرتیري وژل شوي

ملګروملتونو ویلي دي چې په کانګو کې دوې ۷ تنه سوله ساتي سرتیري وژل شوي

په کانګو کې د ملګروملتونو ۷ تنه سرتیري وژل شوي

ملګروملتونو ویلي دي چې  د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې  ددوې ۷ تنه سوله ساتي سرتیري وژل شوي دي.

د ملګروملتونو د عمومي سکرتر ویاند  ستیفن خبري غونډې ته وویل چې  د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې به نښته کې  ددوې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د نوموړو  سرتیرو نه يي ۶ تنه  د کانګو  او یو تن بل هم  د تانزانیا  وګړی وو.

هغه ویلي دي چې  ددې سربیره د نوموړي هیواد په شمال کې د کیف په سیمه کې په رامنځته شوې جګړه کې هم  د کانګو د هیواد ګن شمیر سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې  په سیمه کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو یو تن هم  لا درکه شوی دی.

په نوموړي هیواد کې یو زیات شمیر وسله والې ډلې د هیواد ختیځو سیمو چې د طبي زیرمو له پلوه ډیرې زیاته بډایه ده د نیولو په خاطر د امنیتي ځواکونو سره  په جګړه کې ښکیل کیږي. 



اړوند خبرونه