امریکا د دوو میاشتو په دننه کې د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي

امریکا متحده ایالتونه  د اپریل میاشتې تر پایه پورې د سوریې نه خپل ځواکونه وباسې  .

امریکا د دوو میاشتو په دننه کې د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي

 

دا خبره  د امریکا  د وال ستریت ژورنال ورځپانې  د امریکايي  برحالو او پخواني  چارواکیو  له قوله کړې ده .

نوموړو ویلي دي چې  دونالد ټرمپ مخکې ددینه  چې  په سوریه کې د پ ک ک او پ وای ډي ترهګرو ډلو  نه د دفاع او حمایې په خاطر کوم پلان  جوړ کړي غواړي چې  د اپریل د میاشتې تر پایه  د سوریې خپل ټول ځواکونه بهر او هیواد ته ستانه کړي.

نوموړو چارواکیو ویلي دي چې امریکا  په پام کې لري چې د راتلوونکو څو ورځو په دننه کې  په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې  د پاتو وروستیو کلو د نیولو سره د سوریې نه د امریکايي ځواکونو ویستو ته تمرکز وکړي.

ویل کیږي که چیرې  په پلان کې جدي کوم بدلون رانشي د امریکايي ځواکونه لویه برخه به  د مارچ د میاشتې تر پایه  د سوریې نه ووځي. پاتې ځواکونه به د اپریل تر پایه  ددې هیواد نه بهر شي.

نوموړې سرچینې ویلي دي چې امریکا  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي  نه د دفاع او حمایې په خاطر  د ترکیې سره  خبرې کړي خو  کوم پرمختګ پکې ندی شوی. د همدې امله  امریکا مخکې ددینه چې پ وای ډي ترهګرو نه د دفاع او حمایې په خاطر کوم پلان  جوړ کړي  غواړي چې د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي.

د ویلو ده چې د امریکا د دفاع وزارت د وال ستریت ژورنال لخوا د خپور شوي خبر په اړه د څه ویلو نه ډده کړې ده. همداشان ټرمپ  بیا  تیره ورځ  د داعش پر خلاف د ایتلاف د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې په راتلونکو ځو ورځو کې به په سوریه کې د داعش نابودي به کامله توګه  اعلان کړي.

همداشان هغه  د فبروري په پنځمه نیټه ګانګرس ته په وینا کې هم  ویلي وو چې ددې وخت رارسیدلی دی چې په سوریه کې  په دنده بوخت امریکايي ځواکونه خپلو تودو بسترو او کورونو ته  راستانه شي.


پيوندونه: سوریه , امریکا

اړوند خبرونه