امریکا پر ایران سختې نیوکې وکړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ایران پر حکومت او ادارې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

ټرمپ د ایران د انقلاب د ۴۰ مې کلیزې له امله پيغام خپور کړ. ټرمپ پدې پيغام کې د ایران خلکو ته د انقلاب د ۴۰ مې کلیزې له امله مبارکي ورکړې او ویلي دي چې
« د ایران حکومت پدې ۴۰ کلونو کې پرته د فساد، بډو، فشارونو او ترهګرۍ بل څه ندي کړي. د ایران رژیم پدې ۴۰ کلونو کې د ناکامیو نه پرته د ایران خلکو ته بل څه ندي ورکړي. »
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتن هم د سپینې د ماڼۍ د ټویټر د حساب له لارې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې د ایران رژیم ګواښلی دی.
بولتن پدې پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ایران رژیم د خپلو وګړو او سیمې د خلکو لپاره د ترهګرۍ پرته بل څه ندي تولید کړي . هغه ادعا کړې ده چې ایران د مځکې په سر په هره برخه کې د انسانانو د ډارولو په خاطر اوس هم د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی.
بولتن پدې یوه دقیقه يي ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې ایران په سوریه، عراق، یمن او منځني ختیځ کې د نړۍوالې ترهګرۍ اصلي تمویل کوونکی دی. هغه ویلي دي چې د تهران دا ډول اهداف د منلو وړ ندي.
هغه د ایران پر رژیم غږ کړی دی چې د ایران خلک د جدي ستونزو سره مخامخ دي. د بې کارۍ کچه د حد سویې ته رسیدلې، انفلاسیون کچه تر هر وخت لوړې سویې ته رسیدلې او د ایران کرنسي تر هر وخت خپل ارزښت د لاسه ورکړی دی. هغه ویلي ګمان کوم چې ددینه وروسته به د انقلاب د کلیزې د لمانځې نور فرصت پیدا نکړۍ.
د ایران سر سخت مخالف بولتن په هر فرصت کې ایران ته ګواښونه کوي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ واک ته د رسیدو نه وروسته د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه لاسلیک شوی اټومي تړون نه امریکا بهر کړه. هغه پر امریکا له سره ډیر قوي بندیزونه او اقتصادي تحریمونه وضع کړل. ایران نن ورځ د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.