د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د روسېې د ریا نویستي رسمي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د اذربایجان د بره قره باغ د ستونزې  د حل  پرته  د ارمنستان سره  د سرحدي دروازې پرانیستل  او ډیپلوماتیکو اړیکو  جوړول هیڅ امکان  نلري.

د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : ترکیې  د روسیې سره  د سوریې د ادلب په سیمه کې د خلع سلاح  او امن سیمې د جوړولو پر سر تفاهم وکړ.

د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوریې د ادلب په سیمه کې  د خلع سلاح  او امن سیمې د جوړولو پر سر تفاهم  په اصل کې په سوریه کې د سولې په خاطر  اوچت شوی  یو ډیر مهم ګام  دی.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : سوري مخالفین وایي چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  د ادلب  په اړه  شوي تفاهم  او تړون  د اسد د رژیم  لخوا یو ځل  بیا پر ټولې سوریې د کنټرول  او حاکمیت  کولو  هیلې  په اوبو کې ډوبې کړې.

د بوسنیا هرزګوینا خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې په سوریه کې  د روسیې سره  د خلع سلاح  او امن سیمې د جوړولو  په سر د تفاهم  نه وروسته  ترکیه  د ادلب سیمې ته  تازه امنیتی ځواکونه استوي. هغه ویلي دي چې  د یادې شوې سیمې امنیت به ترکیه  او روسیه  په ګډه توګه تامین کړي.

د روسیې غږ راډیو : د ترکیې وسله والو ځواکونه  د سوریې پولو ته  عسکري سوقیاتو ته  دوام ورکوي.

د فرانسې  د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې ترکیه به په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د خپلو وسله والو ځواکونو شمیره  لوړه کړي.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : ترکیه  د استانبول  د تنګي سره  موازي  ډول باندې  د ۴۵ کیلومترو په اوږدوالي  یو بل تنګی جوړوي. ترکیه  به  د کانال استانبول  په پروژې  سږ کال کار پیل کړي.

د فرانس پرس خبري اژانس : ترکیې  د تابعیت په قانون کې  ځینې نوي تغیرات رامنځته کړل. د نوو تغیراتو له مخې ددینه وروسته  په ترکیه کې  یو بهرنی  د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو  سرمایه ګذارۍ  او یا د ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو بانکي حساب  د پرانیستو  او لږ تر لږه  تر ۳ کلونو پورې  دا پیسې په بانک د ساتلو په صورت کې  د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو حق ترلاسه کوي. همداشان  هر هغه بهرنی چې د ۲۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت غیرې منقول اموال وپیري  او تر ۳ کلونو پورې  ونه پلوري  د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو حق ترلاسه کوي.

د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکايي شرکتونو د مشرانو سره په لیدنه کې هغوې ته په خطاب کې په وینا کې وویل ( سرمایه ګذاري او قوي  تجاري اړیکې د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکي لا پسې  قوي کوي . )

د جاپان د ان ایچ کا تلویزیون : د جاپان او ترکیې ترمنځه  د تجاري او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا په خاطر د دوړاو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي شورا غونډه  د درې کلونو د ځنډ نه وروسته  جوړه شوه. پدې غونډه کې د دواړو هیوادونو  سوداګرو  او اقتصادي چارواکیو ګډون کړی وو.

د فرانس د فارس خبري اژانس  : د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیک جان وویل چې ترکیې د ځايي توکو لپاره  د ځايي توکو  نوې لوګو جوړه کړه. دا لوګو به  هیوادوالو ته  د ځايي او ملي مالونو  د ښکاره کولو  او هیوادوال ملي مالونو د مصرف لپاره هڅولو په لاره کې ډیره مرسته وکړي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  تیره ورځ  د هیواد منځمهال  اقتصادي  پروګرام  اعلان کړ. هغه وویل چې دا پروګرام به  د هیواد د اقتصادي ودې  ، انفلاسیون او بې کارۍ د کچې د راټیټولو سره  مرسته وکړي.

د کریمیا خبري اژانس : په نړۍ کې  د غیږ نیونې  اتل  رامیل ګولیف  ویلي دي چې  اذربایجان زما ماشومتوب  او ترکیې زما  کور  دی.

 



اړوند خبرونه