د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په سوریه کې د امن د سیمې په اړه مهمې څرګندونې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د امن د سیمې د جوړولو په پروژه کې به  د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې څانګې پ وای جي ته  ځای ورنکړل شي. ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې  د امن د سیمې د جوړولو وړاندیز  مونږ  څو کلونه مخکې کړی وو. لومړی مو دا وړاندیز د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ته وکړ خو له بده مرغه چې  هغوې پدې اړه  لازم اقدامات ونکړل.

د صباح ورځپاڼې « وزیر البیرق وویل چې  یو بل هدف ته هم  نایل شو »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  د تولنیزې مډیا له لارې  د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر میاشتې او دسمبر جنوري د میاشتو په منځ کې په موده کې  د بودیجې  د  تطبیق  د نتایجو په اړه  معلومات ورکړل. هغه ویلي دي چې  تیر کال مونږ  د نوي اقتصادي پروګرام  په چوکاټ کې  د ۲۰۱۸ کال لپاره  د بودیجې کسر ۷۲ عشاریه ۱ میلیارده ډالره اټکل کړی وو. همداشان  د کال  د پایته رسیدو  سره  سم  مونږ  ټاکلي هدف ته ورسیدو. یعنې تیر کال د بویدیجې کسر  ۷۲ عشاریه ۶ میلیارده ډالره وو.

د خبرترک ورځپاڼې « د صبیحه ګوکچین د هوايي ډګر  د مساپرو شمیره ۳۵ میلیونو تنو ته  رسیدلې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر چې د مساپرو له پلوه په ترکیه کې دویم  لوی  او په اورپا کې ۱۳ م  لوی هوايي ډګر  دی  په ۲۰۱۸ کال کې د مساپرو شمیره  د ۹ سلنې په لوړولو سره  ۳۴ میلیونه۵۸ زره ۹۱۷ تنو ته رسولې ده .

د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر  تیر کال  نږدې ۳۵ میلیونو تنو  مساپرو ته  خدمات  وړاندې کړي دي.

د سټار ورځپاڼې  « ترکش ایرلاین  د الوتنو ساحه  لا پسې پراخوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د امریکا متحده ایالتونو  د مهمو ښارونو نه مکسیکو سټي  او کانکون  ښارونو ته  په الوتنو پيل وکړ. د ترکش ایرلاین د مطبوعاتي  مرکز د څرګندونو له مخې  ترکش ایرلاین په امریکا کې  ۱۸ م او ۱۹ مې نقطې ته په الوتنو پیل کوي. ترکش ایرلاین به د اګست په ۲۱ مه نيټه د امریکا د مکسیکو سیټي  اوکانکون ښارونو ته په الوتنو پيل وکړي.

ترکش ایرلاین به  په اونۍ کې  درې ځله  مکسیکو سیټي او کانکون ښارونو ته د استانبول نه  مستقیم  الوتنې ترسره کړي.

د وطن ورځپاڼې « په ۲۰۱۸ کال کې ناکو او بیهانو په صادراتو کې ریکارډ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  تیر کال  د نړۍ ۵۳ هیوادونو ته  ناکې صادر کړي دي. د ویلو ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله  ناکو صادرات  ۳۳ عشاریه ۷ سلنه  لوړ  شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې  ترکیې  ۴۸ عشاریه ۵ زره ټنه  ناکې صادر کړي دي. همداشان د بیهیانو په صادراتو کې هم  ۱۸ عشاریه ۹ سلنه ډیروالی راغلی دی.

 

 



اړوند خبرونه