د تونس ځوان ديموكراتيك نظام

د تونس هېواد چې د عربي پسرلي د زانګو حيثيت هم لري اوسمهال د يو لړ سياسي ستونزو سره مخامخ دى. په ۲۰۱۱م كال كې د خلكو د عصيان په پايله كې ددې هېواد پخوانى اوتوريتر مشر زين العابدين بن علي له دندې ګوښه او په تېښته بريالى شو

د تونس ځوان ديموكراتيك نظام

 

 

د تونس هېواد چې د عربي پسرلي د زانګو حيثيت هم لري اوسمهال د يو لړ سياسي ستونزو سره مخامخ دى. په ۲۰۱۱م كال كې د خلكو د عصيان په پايله كې ددې هېواد پخوانى اوتوريتر مشر زين العابدين بن علي له دندې ګوښه او په تېښته بريالى شو. په تېرو ۵ كلونو كې په تونس كې ۶ تنو لومړيو وزيرانو دنده اجرا كړه چې هېڅ يو يې په هېواد كې د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ثبات په راوړلو باندې بريالى نشو. په تونس كې بې ثباتي، مالي پړسوب، د بېكارۍ لوړه سطحه او نا امېدي هغه ستونزې دي چې ددې هېواد سياسي ګوندونه ورسره لاس او ګرېوان دي.  په هېواد كې د انقلاب نه وړاندې د اقتصادي پرمختګ چارې ټكنۍ شوي دي، د تونس دينار د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه وركړى دى او د ۲۰۱۵م كال په اوږدو كې د ترهګري بريدونو لړۍ هم روانه ده. سربېره پر دې په هېواد كې د دولتي ادارو په برخه كې د اصلاحاتو د مخنيوي په موخه اداري او مالي فساد هم اوج ته رسېدلى. د عربي نړۍ لپاره د مثبتې بېلګې او د نړۍ د تر ټولو ځوان ديموكراتيك نظام په توګه په تونس كې د ديموكراتيكو اساساتو په رڼا كې د پورتنيو ستونزو آوارول ځانګړى اهميت لري.

په هېواد كې د روانو ستونزو له امله د لومړي وزير حبيب السيد په مشرۍ پر حكومت باندې فشارونه هم زيات شوي دي. د تونس ولسمشر الباجي قاعد السبسي چې د جون په مياشت كې پر اوسني حكومت هم نيوكه وكړه او د يو نوي حكومت د رامنځته كولو وړانديز يې وكړ.  وروسته له هغې چې په پارلمان كې ۱۱۸ وكيلانو د حبيب السيد د حكومت صلاحيت سلب كړ، ولسمشر السبسي د كابينې يو تن غړي يوسف الشاهد ته دنده وسپارله چې نوى حكومت جوړ او پارلمان ته د تاييد لپاره وړانې كړي.

كه څه هم په پارلماني ټاكنو كې د ولسمشر السبسي په مشرۍ د ندا تونس ګوند تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړې وې خو لږ وروسته ددې ګوند ۲۲ وكيلانو استعفا وكړه. په دې ډول اكثريت د اسلامي نړۍ د نامتو سياسي څېرو رشيد الغنوشي د ګوند النهضه د غورځنګ شوه. په هېواد كې د حساسو شرايطو له كبله غنوشي نه غواړي چې لومړى وزير دې د دوى له ګونده وټاكل شي.  النهضه د خپلو پخوانيو تجاربو په رڼا كې كوښښ كوي چې لومړى په تونس كې ديموكراتيك نظام ټينګ شي. كه چېرې ديموكراتيك نظام پاى ته ورسيږي نو تر ټولو زيات زيان به هم د النهضه ګوند ته ورسيږي.

د النهضه غورځنګ كه څه هم د لومړي وزارت چوكۍ نه غواړي خو په هېواد كې د ملي يووالي د حكومت د جوړولو پلوي كوي. داسې حكومت چې په كې د پارلمان ټول ګوندونه استازي ولري. كه څه هم ددې ډول حكومت كاري چارې د ناكامېدو د خطر سره مخامخ دي خو په هېواد كې د راډيكالو اصلاحاتو لپاره د ټولو ګوندونو هوكړه ضروري بولي.

په تونس كې ځوان ديموكراتيك نظام اوس هم د پخواني رژيم د پاتې شونو تر سيوري لاندې دى. د پخواني ژريم د اداراتو تصفيه آسانه كار نه دى. ځكه چې پدې اداراتو كې داسې كسان شته چې په مستقيم ډول يې ګټې په خطر كې دي. دوى به په اسانه اجازه ورنكړي چې په هېواد كې اصلاحات عملي شي. په تونس كې د ملي يووالي حكومت به د بېكارۍ، مالي پړسوب او سياسي بې ثباتۍ په څېر روانو ستونزو ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال كې ده چې دا حكومت به د ولسمشر السبسي په مشرۍ `ندا تونس` د ګوند سياسي اغېزمنتيا ته هم زيان ورسوي. د تونس په پارلمان كې يو شمېر وكيلان ځكه له دې ګونده جلا او ځانله يې نوى ګوند جوړ كړ چې فكر يې كولو ولسمشر السبسي د `ندا تونس` ګوند ته د خپل شخصي ملكيت په سترګه ګوري. دوى ادعا كوي چې په ګوند كې د ولسمشر د زوى حافظ قاضي السبسي اغېزه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي.

په تونس كې د ملي يووالي د حكومت د جوړېدو سره به پر ولسمشر پورتنۍ نيوكې هم نسبتاً كمې شي.

دا بايد هېره نشي چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا د هېوادونو سياسي راتلونكې په تونس كې د ديموكراتيك نظام د پياوړتيا سره اړه لري. ځكه دې هېواد ته د عربي پسرلي د زانګو خطاب هم كيږي. كه څه هم تونس كوچنى هېواد دى خو منفي اړخونه به يې ټوله سيمه بې ثباته كړي. د تونس د سياسي ګوندونو مشران پدې پوهيږي چې د خپل مسوليت د ادا كولو په صورت كې به  د منځني ختيځ د راتلونكې او اروپا د ثبات په برخه كې هم لوى ګام پورته شي.

 


پيوندونه: عربي پسرلى , تونس

اړوند خبرونه