د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

 پدې خپرونه کې د امریکا په مشرۍ  درې لویدیځوالو هیوادونو لخوا په سوریه کې د اسد په رژیم  د وروستیو بریدونو مسلې ته  لنډه کتنه کوو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ په سوریه کې د اسد رژیم  د پلازمینې دمشق  ترڅنګ  د ختیځې غوطه  د دوما  په سیمه کې  په مخالفینو  د کیمیايي وسلو برید وکړ چې دې مسلې  یو ځل د ټولې نړۍ پام  سوریې ته واړو.

ددې سره سم  د امریکا په مشرۍ  د اسد په رژیم  د پوځي مداخلې  په مسلې  بحثونه  پیل شول. بالاخره امریکا  متحده ایالتونو  د اپریل په ۱۴ مه نیټه  په حرکت پیل وکړ.

د اپریل په ۱۴مه نیټه  د خالي  په ورځ  امریکا، انګلستان او فرانسې  په سوریه کې د اسد رژیم  پر خلاف  پوځي عملیات  ترسره کړل. ددې عملیاتو په ترڅ کې  د اسد د رژیم اړوند  د کیمیايي وسلو د تولید او تحقیقاتي مرکزونو او مهمو  هډو  هوايي او توغندیز  بریدونه وشول.

لویدیځې نړۍ  ددې بریدونو سره  د اسد رژیم ته یو ډول جزا ورکړه. په اصل کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ غوښتل  چې پر سوریې  ډیر هر اړخیز  پوځي عملیات ترسره کړي  خو  د دفاع وزیر  او پنټاګون بیا  داسې نه غوښتل. هغوې نه غوښتل چې د سوریې په مسله کې  د روسیې سره  مخامخ  ټکر وکړي چې د همدې امله يي دا عملیات  ډیر محدود  ونیول. که چیرې  دې عملیاتو ته  وګورو دا  د دفاع وزیر او پنټاګون  په خوښه  ترسره شوي دي.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنې څیړنیز  وقف  څیړونکي  لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه  ارزونې کړي  چې ستاسې پام ورته  رااړوم.

څیړونکی  جان  اجون وايي که  چیرې  په سوریه کې د اسد پر رژیم  وروستیو  بریدونو  او ددوې پر خلاف  د امریکا، انګلستان او فرانسې  اتفاق ته ځیر شو  دا  پدې هیواد کې د روسیې  او ایران د اغیزو د کمولو پر خلاف  د یو کوچني ایتلاف جوړول  او په شیعه ملیشو  مستقیم  برید کول  دي.

امریکا په اصل کې  په سوریه کې نه غواړي چې د اسد رژیم  نسکور کړي. ځکه چې  امریکا  ته  د اسد د رژیم  د نسکورولو په خاطر  ډیر ښه فرصت په لاس ورغلی وو خو  ددې سره سره يي  ډیر محدود  عملیات ترسره کړل. دا خبره پخپله ددې ښکارندويي کوي چې امریکا نه غواړي د اسد رژیم  نسکور کړي.

لکه  څرنګه چې پوهیږۍ  د اوباما  په دوره کې  په سوریه او منځني ختیځ کې  روسیې  او ایران مخه  پرانیستل  شوې وه  خو  ټرمپ  بیا  ددوې د فعالیت ساحه  محدودوي. ټرمپ  غواړي چې په سوریه کې  د ایران اغیزې کمې  او قوي محدودیتونه پرې ولګوي.

همداشان  اسراییل  او په سیمه کې  د خلیج هیوادونه غواړي چې  په سیمه کې د ایران  موجودې اغیزې  محدودې کړي.

ځکه چې  ددوې سربیره  د ترکیې لپاره هم  په سیمه کې  د ایران لخوا هم  د مذهبي  سیاستونو  نشرول د منلو وړ ندي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په سوریه کې د ایران  د انقلاب ساتونکو، حزب الله او ایراني ملیشو  شمیره  د ۶۰ زرو نه اوښتې ده.

امریکا  د وروستیو بریدونو سره  سره ددې چې  په سوریه کې  ددوې په بعضو مهمو  هوايي هډو  بریدونه وکړل  خو  بیا هم  دا عملیات  لکه څرنګه چې  ټولو تمه درلوده  پدې ډول  ونشول.

همداشان  پر سوریې د امریکا د بریدونونه مخکې  اسراییلو  پدې هیواد کې  د اسد رژیم  د پلوي ملیشو  په مهم  هوايي ډګر  ټي ۴  د توغندیو بریدونه کړي وو.

په سوریه کې د اسد پر رژیم  د امریکا ، انګلستان او فرانسې  د بریدونو په اړه  د روسیې او ایران  غبرګون  به څه وي  دا به په راتلوونکو ورځو کې  معلوم شي.

د ویلو ده چې  د اسد رژیم  په تیرو میاشتو کې  د دیروزور سیمه  چې  د امریکا  په ملاتړ  د وای پ جي  ترهګرې ډلې لخوا نیول شوې وه  د ایراني ملیشو او روسي  سرتیرو په واسطه  د هغوې  نه  د نیولو  هڅه کړې وه. دا سیمه  د نفتو له پلوه تر ټولو بډایه  سیمه ده. امریکا بیا  د اسد  دې اقدام ته  د هوايي بریدونو سره  سخت ځواب ورکړی وو.

همداشان  داسې ښکاري  چې  د امریکا  د وروستي برید نه وروسته داځل  روسیه او ایران  د دیرو زور  ښار  د نیولو په خاطر  پراخه  پوځي علمیات پیل کړي. د دیروزور سیمه  چې  په کامله توګه د عربانو سیمه  د وای پ جي  ترهګرې ډلې لخوا کنټرولیږي. کیدای شي چې پدې سیمه کې  د نفتو پر سر  ستره مبارزه پيل شي.

د یادولو وړ ده  چې  د اسد رژیم  د وروستیو کیمیايي  بریدونو سره  خپل  د لاسه ورکړی  مشروعیت  نور  هم  د لاسه ورکړ  او په نړۍواله ټولنه کې  سخت غبرګونونه وپارول.

دا چې  اوس  روسیه  او ایران  هر ډول غبرګون څرګند کړي اغیزې به ونلري. دا ځکه چې  امریکا  او د هغه ملګرو د سوریې رژیم چې په خپلو  مظلومو هیوادوالو  د کیمیايي وسلو بریدونه کړي وو  جزا ورکړه. امریکا او د هغوې  ملګرو  ددې جنګي  جنایت  د سزا ورکولو  په خاطر  دا کار وکړ.

د بله پلوه  ترکیې  د اسد پر رژیم  د بریدونو نه  د ممنونیت اظهار وکړ. همداشان  دې مسلې  د امریکا  او  روسیې ترمنځه  خرابې اړیکې  لا پسې خرابې کړې. ترکیه بیا ددې  پلوي نده. ترکیه  د روسیې او امریکا  ترمنځه د اړیکو د لا خرابیدو  پلوي نکوي. همداشان  ترکیې  د روسیې او امریکا ترمنځه  د منځګړتوب  دنده  اجرا کړه. دې دندې ته په کتو سره  په سیمه کې  د ترکیې  اصلي موقف  ټولې نړۍ ته  په ډاګه کړ.

د ترکیې په منځګړتوب  د روسیې  او امریکا ترمنځه  ډیپلوماتیک او سیاسي  کانالونه  له سره  پرانیستل شول. روسیې  د امریکا  ددې بریدونو  په مقابل کې  غږ اوچت نکړ.

د اسد رژیم   د نړۍوالې ټولنې  د دې بې تفاوتۍ نه په استفادې سره   په وار وار سره  کیمیايي وسلو نه کار اخیستی دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  روسیه  هم  د ډیپلوماتیکو ساحو کې او هم  د جګړې په ډګر کې د روسيې قوي ملاتړ  تر شا لري. روسیه  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د سوریې په اړه هر ډول  پریکړه  ویتو کوي. همداشان د جګړې په ډګر کې هم  ورسره  د هیڅډول  مرستو نه  دریغ  نکوي.

د اسد رژیم  هم  د روسیې  فرصت نه په استفادې سره  په مکرر ډول سره  کیمیايي وسلو ته  مراجعه کوي.

سره ددې چې  اسد رژیم  به  د دوما  او د ختیځې غوطه  د سیمې  نیولو ته  د یو ستر بري  په سترګه ګوري  خو  دا  د انسانیت په تاریخ کې  د هغوی  په تندي  لګیدلې  ستره  توره  لکه  ده.

د ویلو ده چې په نړۍ کې د تکنالوژۍ او دفاعي صنایع  د پرمختګ له امله  داسې ښکاري چې  د نړۍ سوپر طاقتونه  په یو بل مخامخ  برید یا مداخله ونکړي ځکه چې دا خبره  اوسمهال  د امکان نه لري ښکاري. ددې په مقابل کې  د اقتصادي پلوه  فشارونه، سایبري بریدونه  او نیابتي جګړو ته  مخه شوې ده .

خو  پوښتنه داده  ، امریکا  خو  په سوریه کې  د روسیې  په استازي  یا پلویانو  هوايي بریدونه وکړل  ایا روسیه به هم په سوریه کې د امریکا په استازو  یا پلویانو د وای پ جي په ترهګرې ډلې ورته بریدونه وکړي او که نه؟ ددې پوښتنې ځواب به  وخت وښايي

 


پيوندونه: د ورځې اجندا

اړوند خبرونه