په سوریه کې نیابتي جګړه دوام لري

د ورځې اجندا

په سوریه کې نیابتي جګړه دوام لري

په ننۍ خپرونه کې په سوریه کې نړۍوالو ځواکونو ترمنځه جګړې  ته  لنډه کتنه کوو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په سوریه کې  د سیمه ایزو او نړۍوالو طاقتونو سره  مبارزې  په اصل کې د سوریې د کورنۍ جګړې  د حل مخه نیولې ده .

د ویلو ده چې  د اسد رژيم  په ۲۰۱۱ کال کې په هیواد کې د خلکو د ټولنیزو غوښتونو  او ډیموکراسۍ  د ردولو سره  هیواد  د جګړې په لورې راکاږه. سوریه يی  د یو زیات شمیر  سیمه ایزو او نړۍوالو طاقتونو  د مبارزې په ډګر  بدل کړ.

سوریه چې نن  ورځ  د جګړې په میدان  بدل شوی دی  د یو  پلو نه د خپلو منځنیو  نښتو  او ظلمونو نه سوځي   او د بله پلوه  د نیابتي  جګړو شاهدي کوي. په سوریه کې  نیابتي  جګړې  د ټول  شدت  سره دوام لري.

د روسیې، امریکا، انګلستان او فرانسې په څیر  نړۍوال زبرځواکونه  او د ترکیې ، ایران، سعودي عربستان، قطر او اسراییلو په څیر  سیمه ایز طاقتونه  د سوریې په مسله کې  د پام وړ اغیزې لري.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د مرکز  محقق  او لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه  ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

محقق  او لیکوال  اجون وايی چې  نړۍوال او سیمه ایز طاقتونه  په سوریه کې خپلو موخو ته  د رسیدو په خاطر  خپل استازي  جنګوي. یعنې  نیابتي  جګړې کوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  روسیه  او ایران د اسد د رژیم نه  د هوا ، مځکې، ډیپلوماتیک  او مادي  پلوه  قوي ملاتړ کوي. روسیه  د هوايي او پلو ځواکونو سربیره د اسد رژیم  سره  په پیسو نیولو  عسکرو  مرسته هم کوي. یعنې  روسیه  په سوریه کې  د هوايي او پلو ځواکونو سربیره په پیسو  نیولي  سرتیري هم  لري.

ایران  بیا  د اسد د رژیم سره  د مادي  او عسکري  مرستو سربیره  د سرتیرو  مرسته هم کوي. ایران  بیا  د روسیې برعکس  په سوریه کې په خپل استازیتوب  یو زیات شمیر بهرني ملیشه ځواکونه جنګوي.

په ځانګړې توګه د لبنان د حزب الله ، د افغانستان د فاطمیون غنډ  ، د عراق  نجبه  او د پاکستان د زینبیون  غنډ  په څیر  ځواکونه  په سوریه کې  جنګوي.

ایران  ددې سربیره  د خلکو د مدافعینو  تر نامه  لاندې  یو زیات شمیر  سوري وګړي  جذب کړي  او په خپل استازیتوب يي جنګوي. خو دا هم باید هیر نشي چې ایران په سوریه کې یواځې په خپلو استازو ځواکونو نه بلکې  په انقلاب ساتوونکو ایراني ځواکونو هم  قوي جګړه کوي. یعنې  په سوریه کې  د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو رول  ډیر قوي دی.

نن ورځ  روسیه او ایران په سوریه کې  یو زیات شمیر پوځي هډې  او هوايی دګرونه لري.

همداشان  په سوریه کې به بله جبهه کې بیا امریکا ، فرانسه او انګلستان  مهم  رول  په غاړه لري. لویدیځ بلاک  بیا  پدې هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د مبارزې په بهانه  جوړ شوي  ایتلاف  تر ټولو زیات بیا  د وای پ جي په ترهګرې ډلې  سرمایه ګذاري کړې ده .

امریکا  ددې ځواکونو سره  د سوریې  په شمال کې د منبیچ ښار نه نیولې  د سویل ختیځ پورې  یوه ډیره  لویه سیمه  د خپل کنټرول لاندې راوستې ده .

امریکا او فرانسې پدې سیمه  کې  تر ۲۵ ډیرې پوځي  هډې لري. همداشان  ددې پوځي  هډو ترمنځه  دوه هوايی ډګرونه  د لویدیځ  بلاک  له لورې کارول کیږي.

سربیره  پر دې  امریکا او انګلستان د سوریې په سویل کې  د تانف  په سیمه کې  دوه  پوځي  هډې جوړ کړي دي.

د بله پلوه  سعودي عربستان چې په سوریه کې  د ډیرې اوږدې مودې لپاره  د مخالفو ډلو نه ملاتړ کولو  خو پدې وروستیو کې بیا  د وای پ جي ترهګرې ډلې نه په ملاتړ پیل کړی دی.

سربیره  پر دې  داسې  اوازه  ده چې  د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ایتلاف ځواکونه  په سوریه کې د وای پ جي ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې په سیمو کې ځای په ځای شوي دي.

همداشان  په ایران کې بله جبهه بیا  ترکېې جوړه کړې ده. ترکیې  د ادلیب په سیمه کې د نښتو د مخنیوي په خاطر  ۹ د څار نقطې جوړې کړي دي. تمه کیږي چې ترکیه پدې سیمه کې  ۳ نورې د څار نقطې هم  جوړې کړي.

سربیره  پر دې  ترکیې  د فرات ډال  او زیتون څانګې  د عسکري عملیاتو سره  د سوریې په شمال کې د خپلو پولو پورې غاړې ته پرتې  ټولې سیمې  د وای پ جي  او داعش ترهګرو نه  تصفیه او پاکې کړې  او په سیمه کې خپل پوځیان  ځای په ځای کړي دي.

د ویلو ده چې ترکیې  د سوریې په شمال کې  د عفرین ، عزیز، الباب او جرابلس په څیر  سیمې  د ترهګرو نه د پاکولو سره  دا سیمې  د سوري وګړو لپاره  د امن په سیمو بدلې کړي دي. د سیمې  امنیت  د ترکیې لخوا د روزل شوو  سوري پولیسو لخوا ساتل کیږي.

دا پولیس  د سوري مخالفینو نه جوړ دي  په نړۍوالو معیارونو  روزل شوي دي  . د نړۍ لخوا په رسمیت پیژندل شوي  او د سوریې د موقتي حکومت  تر چوکاټ لاندې  دنده  ترسره کوي.

همداشان په سوریه کې  ملي اردو هم  جوړه شوې چې هغه هم  د مخالفینو په استازیتوب  د موقت حکومت  پورې اړوند  دي .

د یادولو وړ ده چې  قطر   د خلیج د هیوادونو سره  د خپلمنځیو  شخړولو نه مخکې  د سوري مخالفینو نه  قوي ملاتړ کولو خو  د خلیج د هیوادونو لخوا په قطر د بندیزونو د لګولو او محاصرې له لامله  قطر په سوریه کې اغیزې  د لاسه ورکړي دي.

په سوریه کې بل مهم  اکتور  او طاقت اسراییلو حکومت  دی. سوریې  د ۱۹۶۷ کال  په جګړه کې  د ګولان ټپې  ونیولې  او نړۍوالو حقوقو او قوانینو پر خلاف يي  دا سیمه  د اسراییلو په خاوره کې  الحاق کړه. اسراییلو  دا سیمه په رسمي توګه غضب کړه. همداشان په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د کورنۍ جګړۍ د پیلیدو نه وروسته  اسراییلو  د ګولان په تپو کې خپل حاکمیت  لا پسې قوي  کړ.

اسراییل  وخت نا وخته  په سوریه کې د حزب الله  او ایراني  ځواکونو  د قوي کیدو په بهانه  د سوریې په خاوره  هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

د اسد رژیم  په ۲۰۱۱ کال کې  د خپل ملت  د پر حق  غوښتنو  د ردولو سره  په لوی لاس  هیواد د سیمې او نړۍ د ځواکونو د جګړې په ډګر بدل کړ.

دې هیواد  د چا خبره نن ورځ خپل ملي  حاکمیت  د لاسه ورکړی دی  او هیواد په څو  برخو  ویشل شوی دی.

په سوریه کې نن ورځ  د نړۍ د زبرځواکونو  ترمنځه  د قوت او طاقت  مبارزه  دوام لري. پدې مسله کې اسد مهم  رول  لوبولی دی.

ددې جګړې اصلي لامل  د سوریې کورنۍ جګړه ده. که چیرې  په سوریه کې  کورنۍ جګړه  پیل شوې نوی  او هیواد  د پخوا په څیر  بااستقراره  وی  د نیابتي جګړو  پیلیدل  ناممکنه خبره وه.

 



اړوند خبرونه