ترکیه د تاریخي  ټولټاکنو په درشل کې قرار لري.

ترکیه د تاریخي  ټولټاکنو په درشل کې قرار لري.

ترکیه د تاریخي  ټولټاکنو په درشل کې قرار لري.

 

د ترکیې  د ټولټاکنو پایلې به په سیمه او نړۍ کې د ترکیې رول  قوي  ،اهمیت  به يي ډیر  او مسئولیت به يي  لا  دروند کړي.

پداسې حال کې چې په سیمه کې  نوي سرحدونه  ټاکل کیږي  او نوې نقشې  عملي کیږي  ترکیې  نشو کولای چې  خپل  قیمتي وخت  د ټولټاکنو او یا نوې  حکومتي سیستم ته  د تیرولو په مسلې  ضایع کړي. د ترکیې کوچني سیاسي ، عسکري او یا اقتصادي خطا او ضعف ، امریکا او هغه برخو ته چې د سیمې قومي ساختارونو د بدلولو هڅه کوي  یو ډیر لوی  فرصت  وړاندې کوي.

تمه کیږي چې ترکیه  د ټولټاکنو نه وروسته  د مذاکراتو  په میز  او د ساحه کې  د ډیر قوي  او پیاوړي  رول  په خاطر  ډیر قوي  او فعاله  بهرنی سیاست  جوړ  او غوره کړي.

د ترکیې  د سیاست ، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  ټولنې  سیتا  یو تن څیړونکي او لیکوال جان اوجون  د مسلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام   ورته رااړوم.

تر کومه چې  په عراق او سوریه کې سیاسي  حالات  نورمال نشي ترکیه مجبوره ده چې په ځانګړې توګه  د خپلو سویلي  پولو په خاطر  ډیر قوي بهرنی سیاست غوره کړي.

پداسې حال کې چې پدې جغرافیه کې  ډیر مهم  پرمختګونه روان دي  او د چا خبره د سیمې  قدر  ټاکل کیږي  ترکیې  د لویدیځوالو هیوادونو په څیر  ۶ میاشتې وروسته د ټولټاکنو د ترسره کولو  او یا نوي حکومت د جوړولو  لپاره وخت  نلري.

منځني ختیځ سیمه او جغرافیه چې  د ډیرو  سختو شرایطو نه تیریږي  ترکیه مجبوره ده چې د قوي  او فعاله رول په خاطر  ډیر قوي او اغیزمن  بهرنی سیاست  غوره کړي.

ترکیه  کې چې د جون د ۲۴ مې نیټې  د ټولټاکنو سره  حکومتي  سیستم  تغیر کوي تمه کیږي چې  په نوې دوره کې  د سیمې  په اړه  لا اغیزمن سیاست  عملي کړي.

تمه کیږي چې د عراق او په ځانګړې توګه  د سوریې  برخلیک  په راتلوونکو څو کلونو کې  شکل  ونیسي.  ترکیې د همدې امله  د ټولټاکنو تاریخ  مخې ته کړ  تر څو په سیمه کې  د مغرضو  اعمالو  او د سیمې د قوي ساختار د بدولو په اړه د روانو هلو ځلو مخه ونیسي.

همداشان تمه کیږي  چې د سوریې او عراق  راتلوونکی او برخلیک  په راتلوونکو کلونو کې  معلوم شي. ترکیې  د همدې امله  ټولتاکنې مخکې کړې  تر څو  د سیمې  لپاره  جوړ شوي  شوم  پلانونه  او د سیمې د ساختار د بدلولو په خاطر  د رسم  شوو نوو نقشو د عملي کولو مخه ونیسي.

لکه  څرنګه چې ټول پوهیږۍ  امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په څانګو پ وای ډي او وای پ جي  د ډیرې اوږدې مودې لپاره سرمایه ګذاري  کړې ده  او ډول ډول پلانونه يی جوړ کړي دي. همداشان  روسیې او ایران  بیا  د اسد په رژیم  ورته  پانګه اچونې کړي دي. اسراییل  په سیمه کې د خپلو شومو اهدافو په خاطر  تر ټولو  جلا کار کوي. ترکیه مجبوره ده چې د خپلو ملي ګټو او د نوموړو شومو  پلانونو  د شنډولو  په خاطر  مهم ګامونه اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې  ترکیه  د روسیې او ایران سره د استانه د بحیر سره غواړي چې د سوریې روان کړکیچ  او نښتو ته  د حل  مناسبه  لار پیدا کړي خو  امریکا بیا  د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو دلو سره غواړي چې  خپل  مغرض  پلانونه  عملي کړي.

د امریکا  د دفاع وزارت پنټاګون  په ۲۰۱۷ کال کې  ۶۵ زره تنو  د وای پ جي ترهګرو ته د تنخوا ګانو په ورکولو سره  غوښتل چې  د ترهګرو نه منظم  پوځ کړي . د ترهګرو  دا پوځ  په ښکاره توګه  د سوریې  مځکني بشپړتیا  ، ملي حاکمیت  او ترکیې ته  ستر خطر  مخامخ کړی دی.

همداشان په سوریه کې  د داعش او وای پ جي ترهګرو ډلو نه  پرته  د نورو ترهګرو ډلو  ویشل کیدو  او یا لمنځه  تللو مسلې  په نوموړي  هیواد کې  د جګړې نه وروسته  د نوي نظام  د څرنګتیا  په اړه  ګامونو اوچتولو ته  اړ ویستل .

داسې ښکاري چې  د سوریې  او سیمې   روان کړکیچ  او ناڅرګندي  یو څو کاله نور هم  دوام وکړي   او وروسته يي برخلیک  معلوم شي.

دا چې  ترکیه  د سوریې  سره  تر ټولو  اوږده  پوله  لري  د همدې امله  مجبوره ده  چې  پدې بهیر کې ډیر  فعاله او رغنده  رول  واخلي.

د بله پلوه په عراق کې د پ ک ک موجودیت  دوام  ترکیه  په مخامخ ټول ګواښي. ترکیه  دم ګړۍ  د عراق په دننه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف هم  عملیاتو ته دوام  ورکوي. خو په عراق کې د ټولټاکنو له امله  دا عملیات  ډیر محدود  دي.

د ویلو ده چې د عراق  حکومت  د ټولټاکنو نه وروسته د ترکیې سره په ګډه  د پ ک ک ترهګرې ډلې موجودیت د پایته رسولو  هوډ لري. د پ ک ک ترهګره  ډله  نن ورځ  د عراق په شمال کې د قندیل غرونه  او د سینجار  سیمه  د خپلو هډو په توګه کاروي.

همداشان ترکیه هم  د ټولټاکنو د وخت د مخکې کولو سره غواړي  چې  د پ ک ک پر خلاف  د عملیاتو لپاره  د لا قوي  او خلاص  لاس ته  ګډون وکړي.

په ترکیه کې  حکومتي  سیستم  د پارلماني نه  ریاستي ته  بدلیږي. دا ځکه چې  پارلماني سیستم  په ترکیه کې  د بیوکراسۍ له امله  بعضې  خنډونه رامنځته کول. د ریاستي سیستم سره به  ترکیه  لا قوي  او په چټکه توګه  د عمل کولو  فرصت  پیدا کړي. لا قوي  او او بااستقراره  سیاستونه به  تولید  او عملي کړي. په ځانګړې توګه  د بهرني سیاست په برخه کې به  ترکیه  په راحت سره ساه واخلي.

 



اړوند خبرونه