نامتو عالم پروفیسور فواد سیزګین ژوند ته لنډه کتنه

نامتو عالم فواد سیزګین د ۹۴ کلونو په عمر ومړ

نامتو عالم  پروفیسور فواد سیزګین ژوند ته لنډه کتنه

پدې خپرونه کې  د اسلامي نړۍ د یو تن نامتو عالم  فواد سیزګین  په اړه چې خپل ټول ژوند يي  د اسلامي نړۍ  د ودې او پرمختګ  سره  مرستې ته  وقف کړی وو  د ژوند او کارنامو په اړه لنډ معلومات درکوو.

د ترکي نړۍ نامتو  عالم  پروفیسور ډاکټر فواد  سیزګین چې  خپل ټول عمر  مسلمانانو سره   د مدرنو علومو  په برخه کې مرستې ته  وقف کړی وو تیره اوونۍ  د ۹۴ کلونو په عمر  ددې فاني  نړۍ نه  سترګې پټې کړې.

هغه  په خپل  ۹۴ کلن عمر کې  داسې  لاسته راونو  او  بریالیتوبونو  ته ځای ورکړی دی چې د چا خبره  د څو تنو د لاسته راونو  او بریالیتوبونو نه  ډیر دي. هغه  مونږ  ته ډیر زیات  میراث  پریښی  دی. هغه په خپل ټول ژوند کې  د یو ساعت په څیر  پرته د ځنډه  او دریدو  کار علمي تحقیقات کول  خو کله چې دا ساعت ودرید  ټول  پوه شول چې  هغه ژوند  دلاسه ورکړی دی.

ښه اوس راځۍ چې اوګورو چې  ددې لوی عالم ځانګړتیا څه وه؟

د ترکیې د انقرې ښار د ییلدرم  بایزید پوهنتون  د سیاسي علومو د فاکولتې ریس پروفیسور ډاکټر قدرت  بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د بتلیس نه  نړۍوال سفر :

فواد سیزګین  په ۱۹۲۴ کال کې  د ترکیې د بتلیس په ولایت کې  وزیږید. هغه  لومړنۍ  دیني  زده کړې او عربي ژبه  د خپل پلار نه چې  د مفتي په توګه يي دنده  ترسره کوله  کړي دي. لوړې زده کړې  په ۱۹۴۳ کال کې  د استانبول پوهنتون د ادبیاتو په فاکولته کې د شرق په انیستیتوت کې  پیل کړې.

هغه دلته  د جرمني  د یو تن نامتو شرق شناس  هیلموت ریتر سره اشنا شو.

پداسې حال کې چې  فواد سیزګین  خپلو اکادمیکو  چارو  ته دوام ورکولو په ۱۹۶۰ کال کې کودتا وشوه. کودتاچیانو  د یو زیات شمیر نورو  کارپوهانو او اکادمیسینانو سره  یو ځای  دا هم  له دندې ګوښه کړ او د پوهنتون نه يي اخراج کړ.

ددې یواځنۍ ګناه  دا وه چې  ورور يي  د ډیموکرات  ګوند  ولایتي  شورا مشري په غاړه درلوده.

فواد سیزګین  ۳۶ کلن  ځوان اکاډیمسین وو چې  په هیواد کې  له دندې ګوښه کړې شو او بې کار پاتې شو. خو  یو متل دی چې وايي  که چیرې د یو چا په مخ  یوه دروازه  وتړل شي  سل دروازې نورې پر مخ  پرانیستل کیږي. په ځانګړې توګه د هغه چا چې هغه  صادقه وي، زیارکښه او کارکن وي  د هغه لپاره  تل  هر چیرې  دروازې  پرانیستي دي. پروفیسور  فواد سیزګین  به تل ویل  سره ددې چې زه  کودتا  نه تصیبوم  او د هغوې د چټلو سیاستونو نه ډیر بد وړم   چې زه  د هغه  کودتاچي منصبدارانو نه چې  زه يي له دندې ګوښه کړی یم  مننه کوم. ځکه چې دوی  زه  لا زیات  زیار کولو  او کار کولو ته  وهڅولم. که چیرې دوی  زه  له دندې ګوښه کړی نه وای  زه د علمي څیړونو او کار کولو په خاطر  جرمني ته  تللی نشوم.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د کودتا نه وروسته  د پروفیسور ډاکټر  فواد سیزګین پر مخ  ټولې د کار دروازې وتړل شوې  چې پدې وخت کې امریکا  او جرمني هغه ته بلنه ورکړه. هغه  د ترکېې سره  نږدې والي په خاطر  جرمني ته ترجیح ورکړه.

هغه په جرمني کې  د ترسره کړو څیړونو او علمي تحقیقاتو سره  د چا خبره اسلامي نړۍ کې  او علم او تاریخ په برخه کې  د نړۍ تر ټولو د مشهور  عالم  درجه ترلاسه کړه.

که چیرې  د فواد سیزګین  ژوند ته  لنډه کتنه وشي  هغه  داسې  وو لکه چې د علم په برخه کې  د ټولې نړۍ د فتحه کولو په خاطر  کار کړی وي. د چا خبره د هغه  ټول ژوند  د کتابتونو ترمنځه په تګ او راتګ کې تیر شوی دی. هغه  خپل ټول ژوند  علمي څیړونو او تحقیقاتو ته  ځانګړی کړی وو.

هغه پخپله ویلي وو ډیری  وختونه د غرمې ډوډۍ هیریږي. او که کله هم  په یاد شي نو په ډوډۍ  د وخت د نه ضایع کولو په خاطر  یو سانډویچ  یا د ډوډۍ په منځ کې پنیر یو څه ږم  او هغه خورم.

دا چې استاد  فواد  پدې  ډول  پرته  د ځنډه  او خنډه  کار کولو ددې  مسلې  اصلي  سبب  څه وو؟ ددې خبرې یواځنی  دلیل  علم  او پوهې ته د هغه  درناوی  او احترام  وو. هغه پدې ښه پوهیده چې په نړۍ کې  داسې یو مفکوره  حاکمه  ده چې  د نړۍ په نني مدرنو علمومو کې  د مسلمانانو ونډه ډیره کمه ده  او یا هیڅ نشته. ددې علومو او تکنالوژۍ  اصلي سرچینه  یونان او د هغه نه وروسته  د اروپا دی. دا  یوه ډیره  غلطه  مفکوره ده.

د ویلو ده  چې  نن ورځ  مونږ  د مدرن علم او تکنالوژۍ سره  په ابتدایه ښوونځي کې اشنايي پیدا کوو. په ابتدایه  ښوونځیو کې  ښوونکي مونږ ته وایي چې نړۍ  ګرده ده.

خو  پخوا  به مونږ ته  ملایانو  او یا د دیني  زده کړو ښوونکو ویل چې نړۍ  د یو غوايي په ښکره  سپره ده. کله  چې  دا غوايی  ستړی شي  او ځان وخوزوي  بیا  زلزله رامنځته کیږي. ښه تاسې فکر وکړۍ  . مونږ  بیچاره ګانو  په هغه وخت کې د مدرن  علم  او تکنالوژۍ نه څه خبر وو. یا دا  ډول  معلمان او پوهانو په موجودیت کې به  زمونږ  اصلي  څیره  نړۍ ته  څه ډول معرفي شوي وی.

استاد فواد  تل په خپلو تحقیقاتو او علمي څیړونو کې  ټولو ته دا خبره په اثبات رسوله  چې  د نن مدرن علم  او تکنالوژۍ سره  د شرقي او اسلامي علماوو مرسته  ډیره زیاته ده. دوی  پدې علومو کې فعاله ونډه لري.

هغه  نړۍ ته  دا په اثبات رسوله  چې  د پخواني یونان  علم  او فلسفه  د همدې اسلامي علماو په واسطه نړۍ او مدرنۍ محاصر مدنیت ته رسول شوې ده .

ددې ټولو  سره سره  حقایق  په تاریخ کې پټ نه پاتې کیږي. خو  استاد فواد  به یوه خبره هم  تل کوله چې له بده  مرغه  دا یو تریخ  حقیقت  دی  چې  نن ورځ  په یو زیات شمیر برخو  او علومو کې  لویدیځه نړۍ  د  شرقي نړۍ نه  مخکې ده. اسلامي نړۍ  او هیوادونه  د دوې نه وروسته پاتې دي.

د ویلو ده چې  استاد  فواد  د الماني شرق شناس  فکر  او د  هغه کاري دسپلین  ډیر خوښه وو  او ته به يي د هغه نه  تقلید کولو. هغه  ویلي وو چې  د الماني شرق  شناس سره  چې  کله  پیژنګلوي  وشوه  هغه ورته  د یو زیات شمیر اسلامي علماو نومونه واخیستل چې ډيری  يي  ما نه پیژندل . دا خبره هم  ددې لامل شوه چې  د مدرنو علومو سره د اسلامي علماوو  د مرستې په اړه لا زیات تحقیقات  او څیړنې وکړي.

د استاد فواد وايي  چې  « ما به د ورځې  د ۱۳ نه تر ۱۴ ساعتونو پورې کار او تحقیقات کول. یوه ورځ  الماني شرق شناس راته وویل چې  ددې اندازې  کار کولو او تحقیقاتو سره  ته هیڅکله هم  عالم کیدای نشې. »

هغه وايي چې هماغه ورځ وه چې ددینه وروسته به مې  د ورځې د ۱۷ نه تر ۱۸ ساعتونو پورې کار او علمي تحقیقات کول. دې کاري  پلان  تر مرګ  ورځې پورې دوام وکړ.

استاد  فواد ویلي دي چې  اسلامي  علومو او علماو  د مدرنو علومو او تکنالوژۍ سره  ډیره زیاته مرسته او همکاري کړې ده . خو له بده مرغه چې پدې وروستیو کلونو کې  په اروپا او لویدیځ کې د ډیر زیات تبعیض  له امله  د مسلمانانو په مرستې او همکارۍ به تل پرده اچول کیده.

د یادولو وړ ده چې استاد فواد  په هغه کلونو کې  روزل شوی وو  چې په نړۍ کې  اسلامي علماوو  او د اسلام دین  ډیر قوي  او اغیزمن وو. د همدې امله هغه د هماغه پخوانیو علماوو په څیر  چې  ډیر زیات پرکاره  او زیارکښ وو  کار کولو.

استاد فواد  د تکنالوژۍ  او مدرنو علومو سره  د اسلامي نړۍ د مرستې  او همکارۍ په اړه  ډیر زیات کتابونه لیکلي دي.

استاد فواد  سره ددې چې  پدې برخه کې ډیر زیات کتابونه لیکلي دي په فرانک فورت کې  د عرب او اسلامی علومو د تاریخ  انیستیتوت  جوړ کړ. هغه خپله ټوله شتمني  پدې لاره کې په مصرف  رسولې وه . همداشان  هغه  وروسته په فرانکفورت  او په استانبول کې د اسلامي علمومو  د اثارو د نندارې نندارتونونه  جوړل کړل.

د استاد  فواد  په ژوند کې جرمني  ځانګړی ځای  درلودلی دی. د ویلو ده چې  په ترکیه کې  په ۱۹۶۰ کال کې  کله چې  کودتا وشوه او د هغه پر مخ  د ټولو پوهنتونو  دروازې وتړل شوې  او د هغه د هر ډول  تحقیقاتو  مخه ونیول شوه  جرمني  هغه ته  دا ټول  فرصتونه برابره کړل. هغه  پدې برخه کې ځان  تل د جرمني پوروړی  باله.

هغه به  تل  پدې برخه کې د جرمني نه مننه کوله .

استاد فواد  په هغه کلونو کې چې ترکیه کې  د کودتا له امله  ډول ډول ستونزو  او خنډنو  شتون درلود  په جرمني کې په ډیر ارامه  فضا کې  کار او تحقیقات وکړل. د هغه وخت جرمني  یواځې  علم ته  درناوې کولو او د چا په کار کې به يي  بل ډول مداخله  نکوله خو له بده مرغه چې نن ورځ  جرمني هم  هغه پخوانۍ  جرمني نده.

استاد فواد جرمني په دوو برخو ویشلې وه  چې  اوسنۍ او پخوانۍ . هغه به ویل چې پخوانۍ  جرمني  پرته د هر ډول تبعیض  او دسیسو نه پرته  مرسته او ملاتړ کولو خو  له بده مرغه چې ننۍ جرمني  د پخوانۍ  په څیر  نده .

د ویلو ده چې استاد فواد په خپلو یو ډیر لوی کتابتون  جوړ کړی وو. کله چې هغه  وغوښتل چې دا کتابتون ترکیې ته راانتقال کړي  د جرمني حکومت ددې خبرې د مخنیوي په خاطر په هغه یو زیات شمیر  ناحقه  تورونه پورې کړل.

د جرمني  حکومت  د هغه کتابتون  مهر او لاک کړ. د هغه کتابتون ته په تګ راتګ بندیز ولګو. استاد فواد ددې ټولو سره سره  د ترکیې او جرمني ترمنځه  د اړیکو د نه خرابیدو په خاطر هیڅډول غبرګون ونه ښود او هر څه به يي په خپل زړه تیرول.

هغه یواځې دومره ویل چې  که چیرې د جرمني حکومت  موجودو سیاستونو  او چلند ته دوام  ورکړي دا خبره به  هیواد د انزوا پر لورې راکاږي  . دا هیواد به په یوې بندې کوتۍ  تبدل کړي.

نن ورځ  نړۍ  او  په ځانګړې توګه  ترکي نړۍ  پدې ډیر  ښه نه پوهیږۍ  چې  څه ډول  یو عالم يی د لاسه ورکړ. خو  نن وي او که سبا هر سړی به پدې حقیقت  ډیر ښه پوه شي.

استاد  د لیکلو کتابونو  او اثارو  سره  زمونږ لپاره  د مشعل په څیر  یو لارښود پریښود. د هغه دا اثار د علماوو او پوهانو لپاره ډیر زیات اهمیت لري.

په پای کې وایو چې  روح دې ښاد او مکان دې جنت وي.

 



اړوند خبرونه