د ترکیې نړۍوالې اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې  د ملګروملتونو سازمان ۷۳ اجلاس ته  لنډه کتنه کوو.

د ترکیې نړۍوالې اجندا تحلیل

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  تیره اوونۍ  د نړۍ مشرانو  د ملګروملتونو سازمان په ۷۳ یم عمومي  اجلاس  د ګډون په خاطر  د امریکا  د نیویارک په ښار کې سره راټول شوي وو.

پدې اجلاس کې  د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د نړۍوالي کیدو بحیر پر خلاف څرګندونې، د فرانسې د ولسمشر لخوا اجلاس ته په وینا کې د ټرمپ څرګندونو ته د ځواب ورکولو او د نړۍوالې کیدو د بهیر نه  دفاع، د ترکیې د ولسمشر لخوا نړۍ د پنځو نه لویه ده  او په نړۍوالې ټولنې د عدالت غږ کول او د نوي زیلاند لومړۍ وزیره  د خپل درې میاشتنې ماشوم سره  په عمومي اجلاس کې ګډون هغه څه وو چې زمونږ  په اذهانو کې پاتې  دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور بلبل وايي چې پدې خپرونه کې  د ملګروملتونو په عمومي مجمع کې  د نړۍ د مشرانو  په څرګندونو نه بلکې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په وینا  او په نړۍوالې ټولنې  د عدالت  غږ کولو  لنډ بحث کوو.

ولسمشر اردوغان  د ملګروملتونو  عمومي اجلاس ته په وینا کې  د پخواني اسلامي  عاداتو په مطابق  یو ځل بیا ټولې نړۍ ته  د عدالت  دایره  ورپه یاد کړه. په ټولې نړۍ يي د عدالت  غږ وکړ.

ولسمشر اردوغان  داسې وویل ! زمونږ په مدنیت کې  د عدالت دایرې په نامه  یادیدونکې ټولنه  د حقوقو، دولتي ادارې، ځواکمن دولت ، اقتصاد او عدالت ترمنځه  په ډیره  ښه توګه  د اړیکو تامینونکې  یوه دایره شتون لري.

خو له بده مرغه  پداسې حال کې  چې  د یادې شوې دایرې حلقې  د یو بل سره  جدي تړاو لري خو  نن ورځ په نړۍ کې  دا  حلقې  د یو بل نه  شلیدلي دي. دا چې نن ورځ نړۍ  هم د اقتصادي او هم  سیاسي  پلوه  بې استقراره  او  پارچه پارچه  ده دا ټول  ددې  حلقو د یو بل نه د شلیدو  نتیجه ده.

د همدې امله  مونږ  ټول مجبور یو  چې  د مرفح  او ډاډمن  راتلوونکي  په خاطر  د بشریت لخوا د عدالت  د تامین  د مبارزې نه  ملاتړ وکړو. مونږ  په نړۍ کې دعدالت د تامین  په برخه کې  مجبور یو چې بریالیتوب  ترلاسه کړو.

پداسې حال کې چې نن  ورځ  د نړۍ تر ټولو  د ۶۲ تنو شتمنو کسانو شتمني  د ټولې نړۍ د نیمايي  د نفوس نه  یعنې د ۳ عشاریه ۶میلیاردو تنو د شتمنۍ نه  ډیره وي  دا  ددې ښکارندويی کوي چې د نړۍ د عدالت په سیستم کې  ستونزه لري.»

د ښاغلي  اردوغان  لخوا د عدالت په مسلې  په ټینګار  په لا ښه توګه  د ځان  د پوهولو په خاطر  لومړی باید  په نږدې ماضي کې  په لویدیځ کې نړۍوالو ارزښتونو په اړه وروستیو پرمختګونو ته  لنډه کتنه وکړو.

د دویمې  نړۍوالې  جګړې نه وروسته  لویدیځې نړۍ چې  د بشري حقونو، ازادیو، مساواتو په څیر  د اصطلاح ګانو  او شعارونه  اتلولي  درلوده  نن ورځ په ډیره چټکۍ سره ددې ارزښتونو مخ په لرې کیدو  دی.

په لویدیځو هیوادونو کې  د کډوالو او مسلمانانو  پر خلاف کړنو او چلند، بې عدالتیو د چا خبره  په یوې عادي مسلې  بدله شوې ده . په لویديځ کې  د توکم پالو ، افراطي او کډوالو او مسلمان دښمنو  ګوندونو  او غورځنګونو  رایې  په چټکۍ سره مخ په لوړیدو  دي. په ډیری هیوادونو کې  دا افراطي  او کډوالو او اسلام دښمنه  ګوندونه  او حرکتونه  د ایتلافي حکومتونو  تر ټولو په مهمو  پارچو  بدل شوي دي.

نن ورځ لویدیځه نړۍ  د کډوالو ستونزې ته  یواځې او یواځې د خپلو پولو د امنیت د مسلې په سترګه ګوري  او د همدې امله د خپلو پولو د امنیت په خاطر د ګډ پوځ د جوړولو هڅه کوي.

که چیرې  نوموړي کدوال په خپلو هیوادونو کې  په ډیره بې رحمانه توګه  په قتل رسول کیږي  او یا د ترکیې په څیر  هیوادونو ته  چې  د انسانیت  په کډ وجدان بدل شوي دي  کډه شي  ددوې لپاره  د ذره په اندازه اهمیت نلري. دوې یواځې او یواځې وايي چې  زمونږ نه دې لرې  وي.

نن ورځ په نړۍ کې  هر څه سرچپه شوي دي. پداسې حال کې چې تر پرون به همدې لویدیځه نړۍ د بشري حقونو، انساني ارزښتونو  او ازادیو سورې او نعرې وهلې نن ورځ دوې پخپله  دا ارزښتونه او حقونه د خپو لاندې کوي. نن ورځ بیا  نور هیوادونه  ددې د لویديځ په مقابل کې  ددې ارزښتونو نه د دفاع په خاطر مبارزه کوي.

که چیرې  مسلې ته  د ترکیې له پلوه وګورو  د ترکېې د عقیدې، مدنیت او تاریخي  بڼسټ  پر عدالت  ولاړ  دی. د هر څه نه مخکې عدالت  مهم  دی. د عدالت د تامینیدو سره  ازادي او مساوات  پخپله رامنځته کیږي.

په ترکیه کې  د پیړیو پیړیو راهیسې  یوه ډیره مشهوره  اصطلاح  شتون لري چې وايی عدالت  د ملک بڼسټ  دی. دلته  د ملک نه هدف مال او دارايي نده  بلکې هیواد ، نظام او دولت  دی.

د همدې امله  په ترکیه کې  تل  په عدالت ټینګار کیږي. په ترکیه کې د عدالت دایره  شتون لري. دا یو داسې دایره  ده چې  سیاست، اقتصاد، عسکري، مالي، تجاري، اقتصادي او ټولنیزې حلقې  لري چې د یو بل پورې  تړل شوي دي. دا په اصل کې  د یو عادل نظام  او ټولنې  بڼسټ  دی.

د ویلو ده  چې  یوسف خاص عجیب  او قنه لي زاده علي ایفندې  په څیر  نامتو عالمانو  د اخلاق عالیه  په څیر  په مهمو اثارو کې  تر ټولو ډیر په عدالت  ټینګار کړی دی.

زمونږ  د عنعنانو له مخې  د ټولنې  او حتا  د هر شي  بڼسټ باید پر عدالت  ولاړ وي. په کومه ټولنه  او هیواد کې چې  عدالت شتون ونلري هلته  دولت  او ټولنه  نه پاتې کیږي. د هغه ټولنو او دولتونو  وګړي  هیڅوخت  خوشحاله ژوند  نشي کولای.

د ویلو ده چې  د نړۍ د سلامتیا  او د دولتي نظام  او نظم  مهم  اساس  عدالت تشکیلوي.

پروفیسور  بلبل وايي د دنیا نظام  یو داسې  زنځیر ته ورته کړی چې  د یوې حلقې په نشتوالي هر څه ګډ وډ کیږي. هغه وايي چې  ددې زنځیر  لومړنۍ حلقه  عدالت  دی. دویمه  حلقه يي بیا دولت  ، په دریمه حلقه کې  حقوق ، په څلورمه حلقه کې  عادله حکمدار  او په پنځمه  حلقه کې بیا  پوځ ته  ځای ورکړی دی. هغه وايي چې  عدالت نوي ټولنه او نړۍ له منځه ځي. د نړۍ د نظم او عدالت د تامینولو په خاطر  دولت  ضروري دی. همداشان  د دولت  د ادارې لپاره  حقوق  او د حقوقو د پلي کولو په خاطر  عادله حکمدار   ته اړتیا ده. همداشان  حکمدار هم  د پوځ پرته  حکم نشي چلولې.

په وروستۍ حلقه کې بیا  اقتصادي مسایلو ته ځای ورکړی دی . ځکه چې  د پيسو او شتمنۍ پرته  د عسکرو راټول هم  ناممکنه دي.

پدې برخه کې  د زمونږ  یو ډیر مهم  عالم  شیخ الدبالي  ویلي دي چې  « انسان ژوندی وساته  چې  دولت  ژوندی  پاتې شي . » دا معقوله په اصل کې  د هر څه خلاصه  ده.

که چیرې نن ورځ  د نړۍوال نظام  او نظم په اړه د هر چا سره  ډول ډول پوښتنې شتون لري  ، ښاغلی اردوغان په هر فرصت کې  د ملګروملتونو سازمان په ساختار کې د تغیرانو ټینګار ته دوام ورکوي، په  زرګونو تنه انسانان په ناحقه توګه وژل کیږي  او په میلیونونو تنه نور د یوې قارې نه بلې  ته  کډه کیږي  او پر مخ يي دروازې  تړل کیږي دا ټول  د عدالت د نشتوالي نه سرچینه اخلي.

ایا  نن ورځ چې په نړۍ کې  څه روان  دي  او نړۍ  د روانو عام وژنو، په سیندونو  کې د زرګونو تنو د ډوبیدو  ننداره کوي دا زمونږ  د ټولو او په ځانګړې توګه د نړۍوال نظام  لپاره  د شرم  او خجالت ځای  ندی؟

ولسمشر اردوغان  په عدالت  د ټینګار سره  غواړي چې  په نړۍ کې روانو ظلمونو ته  د پای ټکی کیښودل شي. ولسمشر اردوغان غواړي چې  لویدیځه نړۍ هم  ددې لوی شرم او خجالت نه وژغوري. هغوې هم  ددې دروند پیټي لاندې  د کیدو نه وژغوري.

د سلجوقیانو مهم وزیر  نظام الملک  د نن نه پوره زر کاله مخکې  یوه خبره کړې وه.

هغه ویلي وو چې د کفر سره  بلکې  خو د ظلم  سره  هیڅوخت  وطن نه آبادیږي.

 

 

  



اړوند خبرونه