د ترکیې د اجندا تحلیل

د ادلب د مطابقت نه وروسته  فرصتونه او ستونزې !

د ترکیې د اجندا تحلیل

 

پدې وروستیو کې  د ادلب  مسلې  د ټولنې نړۍ  اجندا  مصروفه کړې ده. په سوچي کې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  مطابقت  بیا  د ادلب  مسلې  ته  یو ډیر مناسب حل پیدا کړ. دې مطابقت په اصل کې  په ادلب کې  د څه باندې  درې نیم میلیون تنو  بې ګناه او مظلومو  سوري وګړو  ژوند  وژغوره. د همدې امله دا مطابقت  ډیر ځانګړی  اهمیت لري. همداشان  د ترکېې  هلو ځلو  او سولې  او ثبات په خاطر  نه ستړو کیدونکو هلو ځلو د ادلب په اړه  د ټولې نړۍ اندیښنې  یو اندازه  کمې کړې. په ادلب يي  د خونړیو عسکري عملیاتو  مخه ونیوله.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیز څیړونو د ټولنې  لیکوال او محقق جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم .

ترکیې  او روسیې  د سوریې د ادلب په سیمه کې  د ۱۵ نه تر شلو کیلومترو په اوږدوالي  سره  د خلع سلاح او امن د سیمې د جوړولو  په سر  تفاهم  وشو.

ددې تړون په اساس  سوریې رژیم  او مخالفې  ډلې  باید خپلې  درندې  وسلې  او مهمات  د امن د سیمې نه  بهر کړي  او تندلارې  ډلې  باید ددې سیمو نه ووځي.

سربیره  پر دې  د ام ۴ او ام ۵ لویې  لارې  چې  لازقیه د دمشق  او حلب د ښارونو سره  نخلوي  د ملکي وګړو استفادې ته  پرانیستل شي.

د بله پلوه  پداسې حال کې چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  د ادلب په اړه مطابقت لاسلیک شوی دی  خو  کیدای شي چې ددې مطابقت  عملي کول  ځینې ستونزې  هم  رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده چې  د کومو سیمو  مسئولیت  چې  د روسیې په غاړه  ده  هلته  ایران پلوي شیعه ملیشې  ځینې خنډونه رامنځته کوي. ځکه چې  ایران ته د سوچي په غونډه کې ځای نه وو ورکړ شوی. پدې غونډه کې  د ایران نشتوالي  کیدای شي چې  د مطابقت د عملي کولو پر وړاندې ځینې  خنډونه رامنځته کړي.

که چیرې  اسد رژیم  او ایران  په ظاهرې ډول سره  هر  څومره  ددې مطابقت نه  د ملاتړ اعلان وکړي خو بیا پر ادلب  د برید  لیوالتیا لري  او پدې اړه  احتمال  ډیر  دی.

د بله پلوه  روسیه ددې مطابقت د عملي کولو په خاطر  باید  د جګړې په ډګر کې  او سیمه کې  ایران پلوه  شیعه ملیشو ته  قناعت ورکړي.

همداشان  د ادلب په اړه  د سوچي د مطابقت  سره سره  د رژیم  تر کنټرول لاندې  د  سیمو نه  وخت نا وخته د مخالفینو تر کنټرول لاندې په سیمو بریدونه کیږي. د بله پلوه  د اسد رژیم  په ادلب کې  د جګړې په ډګر کې  ډیپو کړي  د وسلو او مهماتو  ستر ډیپوګانې  اوس هم  خپلې وسلې او مهمات  ویستي ندي. دا پخپله  ددې ښکارندويي کوي چې  کیدای شي چې روسیه  ددې مطابقت په عملي کیدو سره  د ډیرو سترو ننګونو سره مخامخ کړي.

همداشان  د ترکیې  په  وړاندې هم  ددې مطابقت  د عملي کولو په خاطر  ځینې شک او شپهې  شتون لري چې  ایا  په سیمه کې  به  موجود اکټوران  به  د ترکیې سره  په مطابقت کې حرکت وکړي او که نه.

د ادلب  په سیمه کې تر ټولو  ستر پوځي  طاقت  د مخالفینو  د ملي ازادۍ  جبهې  چې د ترکیې ملاتړ هم  تر شا لري  ویلي دي چې  د ترکیې  نه  پرته د قید او شرطه  ملاتړ کوو  خو  په ایران او اسد رژیم  هیڅډول  باور  نلرو.

د بله پلوه  د ترکیې په مقابل کې  ددې مطابقت د عملي کولو په وړاندې  بل  ستر خنډ  په سیمه کې  میشت  تندلاري  ډلې دي.

په ادلب کې  تندلارې ډلې په دوو  برخو ویشلی شو.

لومړنۍ  ډله  د هیت التحریر شام نه  یادونه کولای شو  او دویمه  ډله  پاتې نورې کوچنۍ تندلارې ډلې  دي.

هیت التحریر شام  ډله  په سیمه کې د ملکي وګړو  د زړونو  د ترلاسه کولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي. همداشان  دا  ډله  غواړي چې  منځلارو مخالفیو  او ترکیې د سیاستونو سره  د خپلو سیاستونو لپاره یوه موازنه رامنځته کړي. ځکه چې  دې ډلې تر اوسه پورې د ادلب  د مطابقت په اړه  هیڅډول  کوم بیان  ندی کړی.

دا ډله  د منځلارو مخالفینو او ترکیې  د زړه د ترلاسه کولو په خاطر  هم کیدای شي چې  د دې مطابقت د عملي کیدو په خاطر  د امن د سیمې نه پر شا  شي.

خو د حشرو دین په څیر  ځینو  تند لارو ډلو  چې  د القاعدې ترهګرې ډلې سره  مستقیم  تړاو لري  وار د مخه  دا  تړون  رد کړی دی. هغوې ویلي دي چې  دا تړون ددوې لپاره  د منلو وړ ندی.

ترکیه  مجبوره ده چې  د خپلو پلوي ډلو سره  ددې ډلو  پر خلاف  مبارزه وکړي.

ترکیې  لکه  څرنګه چې  د سوریې  یو زیات شمیر سیمې  د داعش ، پ ک ک  او ددې ترهګرې ډلې  د څانګو  وای پ جي نه پاکې کړې وې  غواړي چې  د خپلو ملي منافعو  په خاطر د ادلب سیمې هم  په لنډ مهال او اوږد مهالو  مودو کې  د ترهګرو ډلو نه  پاکې کړي.

د ویلو ده چې  تر ټولو  مهمه  مسله  د ترکیې  د هلو ځلو سره  د میلیونونو تنو  سوري وګړو د ژوند  ژغورل  دي. په سیمه کې  د احتمالي قتل عامونو مخنیوی  دی. د ترکیې لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه  همدا  ده.



اړوند خبرونه