پدې خپرونه کې  د ترک جریان  د پروژې په اړه لنډ بحث کوو.

د ترک جریان د ګازو نللیکه

پدې خپرونه کې  د ترک جریان  د پروژې په اړه لنډ بحث کوو.

 پدې خپرونه کې  د ترک جریان  د پروژې په اړه لنډ بحث کوو.

لکه څرنګه چې پوهیږئ د نوامبر د میاشتې په ۱۹ مه نیټه  د ترک جریان د ګازو د نللیکې د پروژې د سمندر په تل کې  د نللیکې د غځولو  چارې  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پایته ورسیدې. پدې اړه په استانبول کې د ترکیې او روسیې  د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین په ګډون  ځانګړي مراسم  جوړ شوي وو.

د دواړو هیوادونو مشرانو پدې مراسمو کې  په خپلو ویناګانو کې  په  متقابلو همکاریو  ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د ترک جریان پروژه  ترکیه  د انرژۍ په مرکز د بدلولو د پلان  په برخه کې یو ډیر مهم  ګام  دی. ځکه چې  د تاناپ  د ګازو د نللیکې سره  د اذربایجان ګاز هم  د ترکیې له لارې  اروپا بازارونو ته انتقالیږي. همداشان  ترکیه د جیهان  د نللیکې سره  د عراق  تیل  نړۍ بازارونو ته انتقالوي. ترکیې  د انرژۍ په برخه کې د اوچتو کړو ګامونو سره  خپل موقف  لا پسې  قوي کړی  او انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر يي  بدیلې لارې هم  موندلي دي.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د وقف څیړونکي او لیکوال جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ۲۰۱۴ کال  د دسمبر په میاشت کې د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژه وړاندیز وکړ. دا پروژه  د روسیې ګاز  ترکیې  او د ترکیې له لارې اروپا بازارونو ته  انتقالوي. یاده شوې نللیکه چې  د روسیې د اناپا د ښار نه پیلیږي  ۹۳۰ کیلومتره  د تورې بحیرې په تل کې  د تیریدو نه  د ترکیې د قیې کوی د سیمې نه ترکیې ته راداخلیږي. ددې نللیکې  تول اوږدوالی  ۱۱۰۰ کیلومتره  دی. دې  پروژې  ته  نوم  هم  د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا  ورکړل شوی دی. د ویلو ده چې  د ترک جریان  پروژه  د دوو غبرګو نللیکو نه  جوړه ده. ددې پروژې په چوکاټ کې  یوه نللیکه  ترکیې ته او بله بیا  اروپا ته ګاز انتقالوي. دم ګړۍ  د لومړنۍ  نللیکې  د غځولو چارې  د پایته رسیدو په درشل کې قرار لري . همداشان  لنډه موده وروسته به د دویمې نللیکې په غځولو هم  پیل وشي. روسیه ددې دوو نللیکو سره  په کال کې  ۳۱ عشاریه ۵ میلیارده متر مکعب ګاز  ترکیې ته او اروپا ته  انتقالوي. د ددې پروژې په چوکات کې  په کابل کې ۱۵ عشاریه ۷۵ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې ته او ۱۵ عشاریه ۷۵ میلیارده متر مکعب ګاز د ترکیې له لارې اروپا ته انتقالیږي. تمه کیږي  چې دا پروژه  د ترکیې د انرژۍ او په ځانګړې توګه د ګازو په برخه کې د ترکیې  اړتیاوې  پوره کړي. همداشان لنډه موده وروسته  به ددې پروژې اړوند دویمه  نللیکه هم  وغځول شي او پدې ډول به دا پروژه  بشپړه شي.

د روسیې د کرملین ماڼۍ ویاند  دیمیترې پیسکوف  د وینا په اساس  سره ددې چې ځینو هیوادونو  د ترک جریان په پروژه کې د ګډون نه ډده کړې ده  خو  ددې پروژې سره به  ۵ اروپايي هیوادونو ته  ګاز انتقال کړی شي.

د بیلګې په توګه  د سربستان  د انرژۍ وزیر انتیچ ویلي وو چې  د ترک جریان  د ګازو نللیکه  سربستان ته  د رسیدو سره  به  د اروپا د انرژۍ امنیت  لا خوندي  او ډاډمن  شي. هغه وویل چې  د لسو نه تر ۱۵ میلیارده متر معکب ګازو پورې  د ترکیې له لارې  بلغاریا، سربستان، هنګري او اتریش ته  د رسیدو سره به  د انرژۍ امنیت  په جدي توګه  خوندي شي. دا زمونږ  لپاره یو ډیر  ستر چانس  دی. دا پروژه به د تجارت او اقتصادي اړیکو ودې په برخه کې هم  جدي امکانات  وړاندې کوي. هغه وویل هر هغه  هیواد  چې ددې پروژې سره  وصلیږي او دا پروژه  د هغوې د خاورې نه تیریږي د ترانزیتي مالیاتو د ترلاسه کولو سره  د اقتصادي پلوه هم  ورسره  کافي مرسته کیږي.

د ویلو ده چې  د ترک جریان  د پروژې  د اروپا د نللیکې  ګذر ګاه  تر اوسه پورې  معلومه  شوې نده. دا چې دا نللیکه به د کوم هیواد نه تیریږي پدې اړه  بحث دوام  لري.

پدې مسله کې  د یونان او بلغاریا ترمنځه هم  جدي رقابت  روان دی. د یونان لومړي وزیر الکسیس چیپراس  غواړي چې د ترک جریان د پروژې د ګازو نللیکه  د یونان له لارې اروپا ته تیره شي. هغه  ویلي دي چې پدې اړه په بروکسل کې هم  قوي لوبې فعالیتونه پیل کړي دي.

د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژه  د یو  پلوه نه ترکیه  د انرژۍ په مرکز  بدلوي او د بله پلوه  روسیې ته  بالکان هیوادونو ته په مستقیمه توګه  د ګازو صادرولو  چانس  ورکوي. د ترکیې او روسیې ترمنځه  اړیکو پدې وروستیو کې  د پام وړ وده کړې ده . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې او روسیې ترمنځه  موجودو همکاریو او قوي اړیکو ته په اشارې سره وویل « غواړو چې  د روسیې سره  سوداګریز حجم  سل میلیارده ډالرو ته  لوړ کړو. همداشان  د ولسمشر اردوغان ددې وړاندیز  او هدف په مقابل کې  د روسیې ولسمشر پوتین بیا وویل چې ولې نه . روسیه د چین سره پدې نږدیو وختونو کې سوداګریز حجم  سل میلیاردو ډالرو ته  رسوي. مونږ غواړو چې ترکیې سره هم  ورته  ګام  اوچت کړو.»

د روسیې مطبوعاتو هم  د دواړو هیوادونو  په اړیکو کې  د قوي پرمختګ نه یادونه کړې ده .

یوه خبره باید  هیره نکړو  چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  سره  ددې چې  د انرژۍ او نورو برخو کې اړیکې  ډیرې زیاتې  ښې  دي خو  ځینې مهمې ستونزې  او اختلافات هم  پکې موجود  دي.

د بیلګې په توګه  د روسیې لخوا د کریمیا الحاقول، د اوکراین سره  جګړه، د کریمیا د ترکانو په مقابل کې د روسیې سخت چلند او دریځ  او د سوریې  مسله ده. دا هغه مسلې دي چې  دواړه هیوادونه  پکې د یو بل سره  جدي اختلاف د نظر  لري.

په ځانګړې توګه د سوریې په مسله کې  هر څومره چې دواړه هیوادونه  په ګډه  توګه د حرکت هڅه کوي  خو په همدې اندازه  اختلافات هم  لري.

 


پيوندونه: ترک جریان

اړوند خبرونه