د كايناتو تر ټولو روښانه كهكشان

د امريكا د فضايي چارو ملي ادارې ناسا د هيوبل د تېلسكوب په واسطه د كايناتو تر ټولو روښانه كهكشان كشف كړ.

د كايناتو تر ټولو روښانه كهكشان

 

 

دا كهكشان د لمر د كتلې په پرتله ۳ زره ميليارده ځله لوى دى.

پدې اړه د ناسا لخوا په خپرو شوو معلوماتو كې راغلي دي چې دا كهكشان د ځمكې له كرې نه تقريباً ۹،۷ ميليارده نوري كاله لرې پروت دى  د شمسي نظام د  لمر په پرتله ۳ زره ميليارده ځله لوى دى.

په دې اړه په خپرو شوو معلوماتو كې راغلي دي چې دا كهكشان "ACT-CLJ0102-4915" نوميږي چې تر اوسه پورې د كايناتو تر ټولو لوى روښانه او تود كهكشان لقب خپل كړى دى.

د هيوبل په نامه تېلسكوب  چې د ناسا او د اروپا د فضايي آژانس او فضايي تېلسكوپ د انستيتيوټ لخوا په ۱۹۹۰يم كال كې جوړ شوى دى، تر اوسه پورې د كايناتو د رازونو په كشف بوخت دى.


پيوندونه: كهكشان , تېلسكوب , ناسا

اړوند خبرونه