چين فضا ته نوې سپوږمكۍ ولېږله!

چين د ګاوفن – ۵ په نامه سپوږمكۍ چې د لوړ كيفيت لرونكو انځورونو د اخيستلو وړتيا لري، فضا ته ولېږله.

چين فضا ته نوې سپوږمكۍ ولېږله!

 

 

د شينهوا د خبري آژانس د معلوماتو له مخې دا سپوږمۍ ددې هېواد د سچوان په ايالت كې د ۴ سي په نامه د يو فضايي توغندي په واسطه ولېږل شوه.

دا سپوږمكۍ به د ځمكې په مدار كې د هوا د ككړتيا او د كاربن د افرازولو چارې له نږدې وڅاري او د لومړ كيفيت لرونكي انځورونه به ځمكې ته راولېږي.

د چين  چاپېريال او اېكولوژۍ د وزارت يو تن چارواكي وانګ چياو څرګنده كړه چې دا سپوږمكۍ همداراز د ځمكې لاندې د اوبو د زېرمو او معدنونو د تثبيت وړتيا هم لري. سربېره پر دې د طبعي ناورينونو د مخنيوي په برخه كې هم مهم معلومات ځمكې ته رالېږلى شي.

د ګوافن د سپوږمكيو پروژه په ۲۰۱۰م كال كې نړۍ ته د فضايي ټېكنالوژۍ د اړتيا د كمولو په موخه د چينايي چارواكو لخوا پيل شوې وه چې ټاكل شوې ته په راتلونكې كال كې ګوافن- ۶ هم فضا ته ولېږي


پيوندونه: سپوږمكۍ , فضا , چين

اړوند خبرونه