د سرطان د تشخیص او تداوۍ په برخه کې مهم پرمختګ

په امریکا کې یو پوهنتون په وینه کې د سرطاني حجرو د تشخیص چیپ جوړ

د سرطان د تشخیص او تداوۍ په برخه کې مهم پرمختګ

د امریکا  متحده ایالتونو د میشیګان  پوهنتون  یو داسې  چیپ  یا اله  جوړه کړې  چې په وینه کې  برید کوونکي او نادرې  سرطاني  حجرې  په ډیره اسانه توګه  تشخیصولی شي.

دا چیپ  چې د وینې جریان  تر کنټرول لاندې نیسي  په وینه کې  هغه  سرطاني  حجرې چې د درملو پر وړاندې مقامت  ښکاره کوي  هم تشخیصوي.

کارپوهان وایي چې  سرطاني حجرې  د یو نورمال انسان د وینې په سپینو کرویاتو کې په میلیارد کې یوه حجره  وي چې  د هغه  تشخیص  ډیره ګرانه خبره ده. خو دا  چیپ  بیا  د انسان د وجود د وینې په سپینو کرویاتو  په میلیارد کې یوه سرطاني حجره  په ډیره اسانه توګه تشخیصوي.

د ننۍ  تکنالوژۍ سره  د وینې په سپینو کرویاتو کې  د سرطاني حجرې تثبیت  لږ ګران  کار دی.

خو  ددې چیپ سره  بیا  په ډیره اسانه توګه تثبیتیږي.

ډاکټرانو ویلي دي چې دا چیپ  د انسان په بدن کې  د تومور وده هم  تثبیتولی شي. همداشان  دا چیپ  د تداوۍ په برخه کې  ډیر مهم او اغیزمن  رول  لوبولی شي.



اړوند خبرونه