هېرول يا هم په ياد ساتل: د تاريخ سره څرنګه بايد مخاطب شو

هېرول او يا هم په ياد ساتل هغه څه دي چې ځانګړى اهميت لري. د يو نېك انسان په صفت د پورتنيو دوو فعلونو نه د كوم يو ټاكل يې مهم دي

هېرول يا هم په ياد ساتل: د تاريخ سره څرنګه بايد مخاطب شو


ابراهيم كالن، د تركيې د ولسمشر وياند

هېرول او يا هم په ياد ساتل هغه څه دي چې ځانګړى اهميت لري. د يو نېك انسان په صفت د پورتنيو دوو فعلونو نه د كوم يو ټاكل يې مهم دي؟

د راتلونكې د علم پوهان په دې اند دي چې د انسان لخوا د هېرولو قابليت د نوموړي لپاره يوه ډالۍ ده او د `په ياد ساتلو` قابليت بيا ورته خطرناك دى. ځكه چې اشخاص او ټولنې هغه مهال پرمختګ كوي او د روښانه راتلونكې پر لور ګامونه پورته كوي چې خپل تېر خاطرات په اسانه هېر كړي. په اوسنۍ نړۍ كې چې هره شېبه يې يوه خاطره ده، د خپل تېر ژوند د ميليونونو خاطراتو هېرول نه يواځې اړتيا ده بلكې نېك اقدام دى. دا ددې لپاره چې د تېر ژوند د وحشت نه موږ ته د تېښتې زمينه برابروي.

هېرول انساني خاصيت دى. د وخت په تېرېدو سره هر څه هېروو. حتى د غم او درد د درلودلو پرمهال د `هېرولو قابليت` موږ ته د مقاومت او متانت درس راكوي. كه چېرې ستاسې په تېر ژوند كې د يوې غميزې په اړه ټول جزييات تل ستاسې په ذهن كې ژوندي پاتې شي، آيا ستاسې ژوند نه تريخوي؟ په داسې حالت كې ژوند كول ډېر ستونزمن دي. هېرول هم ددې ستونزو د آواري په موخه دي. د جرمني نامتو فيلسوف نيچه وايي چې `` د هېرولو پرته ژوند كول ناممكن دى.`` نوموړى په دې ښه پوهېده چې هېرول په ژوند كې يوه ډالۍ ده.

په دې كې هېڅ شك نشته دى چې له تاريخه، د ظلمونو او ناروا اعمالو لپاره د مشروعيت لپاره تل ناوړه ګټه پورته شوې ده. په جرمني او ايټاليا كې د نازي او فاشيستي ژريمونو غړو او پلويانو د خپلو ظلمونو د مشروعيت په موخه د ملي تاريخ نه ګټه پورته كړه. ددې بېلګې ډېرې دي. د بېلګې په ډول د هند په لويه وچه كې د ۱۹۴۷م كال د مسلمانانو د جدايي طلبۍ نه نيولې تر ۲۰۰۲م كاله پورې د ګجرات د مسلمانانو د نسل وژنې پورې موده د ملي تاريخ نه ناوړه ګټې پورته كولو رول درلود. حتى په تركيه كې په ۱۹۵۵م كال كې د عيسوي روميانو پر وړاندې د سپتمبر د مياشتې د ۶ او ۷مې نېټې تاريخي پېښو ظلمونه هم د ملي تاريخ نه سرچينه نيسي.

د تركيې ملي شاعر محمد عاكف اېرسوى چې د عثماني امپراتورۍ د وروستيو كلونو د زوال شاهد هم وو په خپلو شعرونو كې د تاريخ د بيا بيا تكرار په اړه خپلې ټولنې ته خبردارى وركړى وو. هغه چې په ۱۹۱۰مو كلونو كې د امپراتورۍ ناوړه حالات ليدلي ول غوښتل چې د تاريخ د بيا تكرار د مخنيوي په موخه بايد تركان درې درس واخلي.

د بله پلوه تاريخ كېداى شي چې د ښو سرچينه هم وي. د نېك او ګډ تاريخ په ياد ساتل د انساني ټولنې د راتلونكې لپاره مهم عمل دى. په ياد ساتل زموږ د هويت د تثيبت او دوام لپاره هم مهم دي. د اسلامي فلسفې په اساس ` هېرول او په ياد ساتل`` هغه دوه فعلونه دي چې پر ځاى د كارول كېدو په صورت كې زموږ ژوند تضمينوي. د اسلامي ايتمولوژۍ د علم پر اساس د ځينو پوهانو په اند په عربي ژبه د انسان كلمه د ``نسيان`` نه اخيستل شوې ده چې د هېرولو په معنى ده.

د تفسير د علم نامتو عالم ابن عباس رض په دې اړه وايي چې د انسان او نسيان يعنى هېرولو ترمېنځ رابطه پياوړې ده. انسان ته ځكه هېروونكى مخلوق ويل كيږي چې په لوح محفوظ كې يې د الله ج سره الهي تړون هېر كړى دى. د ابن عباس په اند انسان په هېرولو محكوم دى. ددې لپاره هغه د الهي اديانو په واسطه د خپل هويت ور يادول اړين عمل دى.

په قرآن كريم كې په دې اړه يو آيت كې راغلي دي چې `` د هغو كسانو په څېر مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى. په دې وسيله الله له هغوى نه ځانونه هېر كړي دي``

په حقيقت كې هغه څه بايد په ياد وساتو چې موږ په خپله تېره زمانه كې د زنداني كېدو پر ځاى راته آزادي رابښي. د تاريخ په اوږدو كې رامنځته شوې وحشتونه كه موږ وغواړو هم نشو هېرولى. هغه وحشتونه زموږ په حافظو كې تل ژوندي دي. د بېلګې په توګه د حضرت ابراهيم او قوم، د نوح ع او كيښتۍ، د موسى ع او د فرعون پر وړاندې د نوموړي د قيام، د عيسى ع او د الله له لورې د نوموړي د امتحان، د مكې د مشركينو پر وړاندې د اسلام د ستر پيغمبر ص مقاومت، په اسلامي تمدن باندې د مغلانو او صليبيانو يرغلونه، د اندولس د پېښې او ورته نورو تاريخي پېښو په اړه زموږ حافظه تازه ده او بايد ترې درس واخلو. په شلمه پېړۍ كې د هولوكاسټ په ناورين او بيا وروسته په روندا او بوسنيا كې نسل وژنه او نن ورځ په سوريه كې په روانو حالاتو باندې سترګې نشو پټولى. د پورتينو پېښو د ټول فلاكت سره سره بايد هغه هېرې نكړو او درس ترې واخلو.



اړوند خبرونه