امنې سيمې به ژوند او بشريت وژغوري

د سوريې د حلب ښار په اور سوځي خو نړۍ يې ننداره كوي. په سوريه كې د امنې سيمې د رامنځته كولو په موخه د تركيې وړانديز او اصرار اوس هم بېړنى دى او ژوند ژغوري. د نړيوالې ټولنې چوپه يواځې د بشار اسد ظلم او بربريت ته زمينه مساعدوي او د داعش ګواښ نور هم پراخوي چې

امنې سيمې به ژوند او بشريت وژغوري

د ولسمشر وياند - ابراهيم كالن

د سوريې د حلب ښار په اور سوځي خو نړۍ يې ننداره كوي. په سوريه كې د امنې سيمې د رامنځته كولو په موخه د تركيې وړانديز او اصرار اوس هم بېړنى دى او ژوند ژغوري. د نړيوالې ټولنې چوپه يواځې د بشار اسد ظلم او بربريت ته زمينه مساعدوي او د داعش ګواښ نور هم پراخوي چې په پايله كې د معصومو انسانانو ژوند اخلي.

د امريكا د متحدو ايالتونو او روسيې ترمېنځ د سپتمبر د ۹مې نېټې د اوربند د تړون د ناكامېدلو نه وروسته د بشار اسد د رژيم اړوندو ځواكونو پر حلب باندې د بمبارۍ په پايله كې سلګونه كسان ووژل. يواځې د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د يو زيات شمېر ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه په حلب كې ووژل شول. د حلب ښار چې د كلتور او هنر سمبول دى او نړيوال تاريخي ارزښت لري په سوريه كې په ۲۰۱۱م كال كې د كورنۍ جګړې د پيل راهيسې د شديد بمبار لاندې دى.

دا ښكاره ده چې د بشار اسد رژيم د مخالفينو په لاس كې د وروستۍ كلا د بېرته نيولو په موخه دا ښار او ټول اوسېدونكي يې له منځه وړي. دې رژيم تر اوسه پورې څو ځله داسې عاموژنې كړې دي چې د نسل وژنې تر بريده رسېدلي دي. دا رژيم د اوربند د هر تړون نه په ناوړه ګټې پورته كولو سره د خلكو ترمېنځ د وېرې د خپرولو ستراتيژي كاروي. دوى د روسيې، ايران، حزب الله او نورو ملېشو پر مټ هره ورځ د حلب ښار د بېرلي بمونو سره ورانوي او خلك يې وژني. حتى د ملګرو ملتونو د مرستې پر كاروان باندې هم د بريدونو د ترسره كولو نه په شا كيږي. حتى دا بريد په داسې حال كې كوي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه وه. پدې ډول يې نړويوالې ټولنې ته سپكاوى وكړ.

پدې چوكاټ كې لكه پخوا مې چې هم ذكر كړې ده د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د ۲۲۵۴م پرېكړې پر اساس چې د ۲۰۱۵م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۸مه نېټه وشوه په سوريه كې د جګړې د پاى ته رسولو، د مشروع، ديموكراتيك او د ټولو اړخونو په ګډون د يو حكومت د رامنځته كولو په موخه د سياسي انتقال د بهير د پيل او د بشري مرستو د رسولو په موخه بايد ژر تر ژره يوه نېټه وټاكل شي. سربېره پر دې د داعش سره د مبارزې په موخه بايد هم مرسته وشي. د پورتينو موخو يوه يې هم نه ده پوره شوې.

ددې ترڅنګ د `` د ښمنيو د پاى ته رسولو`` په موخ د مونيخ تړون چې د روان ميلادي كال د فبرورۍ په مياشت كې په ژېنېف كې د ملګرو ملتونو په مشرتابه كې لاسليك شو خو د رژيم لخوا د ټولو ليدنو كتنو او تړونونو بر خلاف وحشت همداسې جاري وساتل شو. د ملګرو ملتونو د چارواكو د معلوماتو پر اساس د بشار اسد رژيم د امنيت د شورا د ۲۲۵۴مه پرېكړه، د مونيخ تړون او د سپتمبر د مياشتې د نهمې نېټې د اوربند تړون په سيستماتيكه توګه پر پښو لاندې كړ او اوس هم سرغړونې ته دوام وركوي. رژيم پدې موده كې د لازقيې او د حلب په ختيځ كې د ادليب په ښار كې چې د مخالفينو تر ولكې لاندې دى په ملكي وګړو باندې بمبارۍ ته دوام وركړ. سلګونه ملكي وګړي يې ووژل او سيمې ته د اړتيا وړ بشري مرستو لېږلو ته يې اجازه ورنكړه.

د بشار اسد رژيم ته د سولې تر نامه لاندې د بل فرصت وركولو ته هېڅ ډول اړتيا نشته دى. په حلب كې مجرمې كړۍ د سياسي انتقال يا سولې د پروسې سره هېڅ ډول علاقه نه لري. دوى حتى ملكي وګړو ته د بشري مرستو د رسول كېدو زغم هم نه لري. له يو وحشي نه د مرحمت تمه كول حماقت دى.

ددې نښتو د نظامي پايلو د په نظر كې نيولو پرته بايد نړيواله ټوله په حلب او د هېواد په نورو سيمو كې د ملكي وګړو د ژغورنې په موخه ژر تر ژره اقدام وكړي او دوى لپاهر بايد امنې سيمې جوړې كړي.

هغه څه چې دې ۵ كلنې خونړۍ جګړې موږ ته را زده كړل هغه د عاموژنو، د تركيې په ګډونو نورو هېوادونو ته د ټوليزې كډوالۍ او جنايتونو د مخنيوي په موخه د امنو سيمو د جوړولو فكر دى.

امنې سيمې به په سوريه كې د دوه ګونو وحشيانو يعنې بشار اسد د ژريم او داعشي اورپكو نه د ملكي وګړو د ژغورنې او ساتنې په برخه كې مرسته وكړي. دا به د كډوالو د شمېرې په كمښت كې مفيد واقع شي او په هېواد كې دننه بېځايه شوو ملكيانو ته به سرپناه رامنځته كړي. د ملګرو ملتونو په ګډونو نورو بشري ټولنو ته به د مرستې زمينه برابره شي. سربېره پر دې به امنې سيمې د سوريې خلكو ته دا امېد هم ور په برخه كړي چې يواځې نه دي او نړيواله ټولنه له دوى سره ده. دا حالت د امريكا د متحدو ايالتونو په ګډون د اروپايي هېوادونو او نور اړوندو هېوادوانو په ګټه وي.

دې هدف ته رسېدل ناممكن نه دي. د امنو سيمو د جوړولو سياسي او نظامي لګښت په سوريه كې د پينځه كلن ناورين په اوږدو كې د سوريې د خلكو د دردونو سره په هېڅ ډول د مقايسې وړ نه دى. همداراز په سوريه كې د سياسي حل لارې د هڅو د ناكامۍ سره هم د پرتلې وړ نه دى.

په سوريه كې د امنو سيمو د جوړولو پر وړانې تش په نامه خنډونه يواځې د بهانې په توګه كارول كيږي. د داعش پر وړاندې د مبارزې په پرتله ددې سيمو د جوړولو ګواښ ډېر لږ دى.

د امنو سيمو د جوړولو ګټې ډېرې دي. ملكي وګړي به وژغورل شي. د بشار اسد رژيم به دې ته اړ شي د مذاكرې مېز ته زړه ښه كړي، د كډوالو شمېره به ټيټه شي، په سوريه كې د مېنځلارو مخالفينو لاس به د داعش او رژيم پر وړاندې پياوړى شي او د جګړې موازنه به هم برابره شي.

په سوريه كې د امنو سيمو د جوړولو په موخه هلې ځلې تر هغه څه ډېر عزتمند اقدام دى چې د بشار اسد د رژيم سره د اوربند لپاره نوموړي ته زاري وشي. دا كار هم د سياسي پلوه او هم د اخلاقي پلوه ارزښتمند دى. نړيواله ټولنه دې موخې ته د رسېدلو لپاره امكانات لري. خو له بده مرغه چې سياسي اراده او اخلاقي مسوليت نه لري. زموږ د زمانې دا تر ټولو لوى اخلاقي عيب په هېڅ ډول د توجېح وړ نه دى. ځكه چې د سوريې خلك وژل كيږي.



اړوند خبرونه