اردوغان: ترکیه  د داخل او خارج نه  د سختو بریدنو لاندې  قرار لري.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه  د داخل او خارج نه  د سختو بریدنو لاندې  قرار لري.

اردوغان: ترکیه  د داخل او خارج نه  د سختو بریدنو لاندې  قرار لري.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه  د داخل او خارج نه  د سختو بریدنو لاندې  قرار لري.

هغه وویل چې ددې بریدونو اصلي  لامل  زمونږ  قوت  ، پرمختګ  او وده ده. د ترکیې  دښمنان  چې  زمونږ  طاقت  ، پرمختګ  او وده  زغملی نشي  په بریدونو لاس پورې کړی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د هیواد د ولسوالانو سره په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  ولسوالانو ته په خطاب کې په وینا کې وویل چې « د بري  لومړی  شرط په هیواد کې  د سولې، ثبات، امنیت  او استقرار ټینګول دي. د ترکیې  دښمنان  غواړي  چې  د ترهګرو  ډلو او سازمانونو په واسطه  سوله  ، ثبات ، امنیت او استقرار زمونږ نه واخلي. »

ولسمشر زیاته کړه چې  د هیواد دښمنانو  د تیر کال د جولای په ۱۵ مه  د کودتا  په ګډون  د خپل وس او توانه پورې  زمونږ  د ضعیفولو په خاطر  خپل ټول امکانات په کار اچولي دي. دم ګړۍ سره ددې چې په ترکیه کې  د مختلفو برخو  او بیلابیلو کسانو لخوا بریدونه کیږي خو  سرچینه  يي  یوه ده. مونږ  د ټولو  ته  د یو لبه  ترهګریز سازمان وایو.

ددې سازمان غړي هم  ترهګر دي. دا ټول  د دولت او ملت دښمنان  دي.

ولسمشر اردوغان وویل « هغه هیوادونو چې د داعش  ترهګرې ډلې  پر وړانډې د مبارزې په برخه کې به يي په لومړنیو کتارونو کې  ځای نیولو  نن ورځ  همدوې  ترهګر  د خپلو  وزرونو لاندې نیولي دي. همدوې ترینه  ملاتړ او حمایه کوي.»

ولسمشر اردوغان  د سیمې په اړه ټوله هغه پلانونه چې د سیمې دیني، مذهبي او قومي  حساسیتونه پکې په نظر کې نیول شوي ندي  او یواځې د کاغذ پر مخ  جوړ شوي  دي  یو یو  له منځه  ځي او ناکامیږي. ترکیه پدې حساس  وخت کې هم  د خپل ځان او هم د خپلو ورورنو د حقونو نه دفاع کوي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  نن ورځ په سوریه او عراق کې  هر پرمختګ په مستقیمه  توګه په ترکیې اغیزې کوي. د همدې امله  ددې هیوادونه هره مسله  زمونږ پورې اړوند ده.

هغه وویل  هغه برخې چې نن  د سوریې او عراق په مسلو کې لاسوهنې کوي  د هغوې  اصلي  درد  او هدف  د نوموړو هیوادونو  سوله او امنیت  ندی. ددوی اصلي درد خپلو موخو ته  رسیدل دي. د خپلو اهدافو پلي کول  دي.


پيوندونه: اردوغان , ترکیه

اړوند خبرونه