د امريكا – تركيې ترمېنځ د وېزې لانجه

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو او تركيې ترمېنځ د وېزې د بندولو د لانجې په اړه وويل چې دا كړكېچ امريكا پيل كړى دى.

د امريكا – تركيې ترمېنځ د وېزې لانجه

 

 

اردوغان چې په سربستان كې د رسمي ليدنې پرمهال د خپل سربي سيال الكساندر ووچيج سره په ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل چې `` دا ستونزه موږ نه ده پيل كړې. ددې فاعل په خپله امريكا ده.``

اردوغان دا هم وويل چې پر تركي وګړو د امريكا لخوا د وېزې د بندولو په اړه د امريكايي چارواكو لخوا تركي مقاماتو د خبر د نه وركولو له امله خپه دي.

د امريكا متحدو ايالتونو تېره ورځ په تركيه كې د امنيتي ستونزو په بهانه تركي اتباعو ته د ويزې وركولو پروسه وځنډوله. تركيې په متقابل ګام كې د امريكايي اتباعو لپاره د تركيې د ويزه وځنډوله.



اړوند خبرونه