اردوغان په كوېټ كې دى

ولسمشر رجب طيب اردوغان د كوېټ د امير شيخ صباح الاحمد الجابر الصباح په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته تللى دى.

اردوغان په كوېټ كې دى

 

 

اردوغان ته په هوايي ډګر كې ددې هېواد د لومړي وزير د مرستيال او د بهرنيو چارو د وزير لخوا ښه راغلاست وويل شو. اردوغان د كوېټ د امير سره تر ليدنې وړاندې ددې هېواد د ملي شورا د ريس مرزوق الغنيمي او لومړي وزير شيخ جابر المبارك الحمد الصباح سره جلا جلا ليدنې وكړې.

اردوغان د كوېټ د امير سره د ليدنې په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په اړيكو او متقابلې همكارۍ باندې بحث وكړ.

د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواكو ترمېنځ د سپورټ په برخه كې يو هوكړه ليك لاسليك شو.  سربېره پردې د مخامخ پانګې اچونې د تشويق په موخه هم جلا هوكړه ليك لاسليك شو.

اردوغان پدې هېواد كې د هغه هوايي ډګر د ترمينال نه هم ليدنه وكړه چې د يو تركي شركت لخوا په كوېټ كې جوړيږي.

ټاكل شوې ته چې اردوغان سبا د قطر هېواد ته سفر وكړي.



اړوند خبرونه