اردوغان او پوتین لیدنه وکړه
د اردوغان او پوتین تاریخي لیدنه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې سره د اړیکو د لا قوي کولو او ژورولو په مسله کې د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په توافق ورسید.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته تللی وو د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان خبریالانو ته وویل چې « د دواړو هیوادونو ترمنځه د سیاسي اړیکو په اندازه مهم په اقتصادي اړیکو خبرې وشوې او نن ورځ هم سیاسي او هم اقتصادي اړیکې په ډیره ښه سویه کې قرار لري. د کرنۍ او ویزې د اسانتیاوو په برخه کې د روسیې د حکومت لخوا د اوچت شوو ګامونو هر کلی او قدرداني کوو. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د سیاسي اړیکو سره سم اقتصادي اړیکې هم د پرمختګ په حال کې دي. « ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د روان کال د مارچ په میاشت کې روسیې ته د سفر پر مهال د کرنۍ او ترکانو ته د کار د اجازې د ورکولو په برخه کې قدرمن دوست پوتین ځیني زیري راکړي وو چې دې زیرو زمونږ هیوادوالو ډیر خوښ کړي دي. د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا او قوي کیدو پر وړانډې د پرتو ټولو خنډونو د لرې کولو په خاطر ډیر کار وشو.»
ولسمشر اردوغان وویل چې روسیې ته د ترکیې د کرنیزو توکو د صادراتو پر وړاندې موجود ټول خنډونه باید لرې شي. همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم سل میلیاردو ډالرو ته د رسیدو په خاطر باید لومړی د سوداګرو د ویزې مشکل حل شي. پدې برخه کې موجود ټول خنډونه باید لرې کړو. همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه په متقابله توګه د ویزې معافیت ځانګړی اهمیت لري. همداشان پدې لیدنه کې ټر ټولو مهم د ترک جریان د نللیکې او اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ په اړه په همکارۍ خبرې وشوې.
دا پروژې په خپل وخت سره سرته رسول ځانګړې اهیمت لري.
ولسمشر اردوغان وویل غواړو چې د روسیې سره کولتور او توریزم په برخه کې اړیکي لا قوي کړو.
د روان کال په لومړنیو نهو میاشتو کې تر ۴ میلیونو تنو ډیرو روس ګرځندویانو د ترکیې نه لیدنه کړې ده . همداشان ۲۰۱۹ کال به په متقابله توګه د یو بل د کولتوري کال په توګه اعلان کړو چې دا به ددې مسلې سره لا زیاته مرسته وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د پوتین سره مو په لیدنه کې د سیمه ییزو مسلو سربیره د نړۍوالو مسلو په اړه هم خبرې وکړې. په استانه کې د سوریې په اړه په پیل شوو مذاکراتو کې د روانو ستونزو د حل په خاطر هم ډیر مهم ګامونه پورته شول. د سوریې د مذاکراتو په برخه کې داسې یوې نقطې ته رسیدلي یو چې د سیاسي حل لارې په اړه ټینګار کولی شو.
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ښاغلي پوتین او نورو روسي چارواکیو د ښې میلمه پالنې له امله مننه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبريالانو ته وویل « لکه څرنګه چې پوهیږۍ د ترکیې او روسیې ترمنځه په ۲۰۱۵ کال کې د الوتکې د ویشتو په اړه ستونزې پیدا شوې وې چې دا ستونزې حل شوي دي. نن ورځ د دواړو هیوادون ترمنځه قوي اقتصادي او تجاري اړیکي ددې خبرې ژوندی مثال دی.
هغه وویل پوره باور لري چې د روان کال تر پایه به ټولې هغه ستونزې چې په تیر کال کې رامنځته شوې وې حل کړو. هغه وویل چې د ښاغلي اردوغان سره د شوي تفاهم په چوکاټ کې به روسیه د ترکیې نه د کرنیزو توکو په وارداتو پيل وکړي. د پاتو ځینو محدودیتونو د لرې کولو په مسلې مو په ننۍ لیدنه کې خبرې وکړې.
هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د انرژۍ د همکارۍ په مسلې هم خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د ولسمشر اردوغان سره د سوریې په روان بحران د نوموړي هیواد ارضي تمامیت ته د درناوي په چوکاټ کې خبرې وکړې.
پوتین وویل چې په استانه کې د سوریې په اړه د سولې مذاکرات د ترکیې، روسیې او ایران په مشرۍ په ډیره ښه توګه پرمخ روان دي.
ددې مذاکراتو په پایله کې به سوریه کې ستونزې حل شي.
هغه وویل چې د ښاغلي اردوغان نه ددې ګټورې لیدنې له امله مننه کوم. زمونږ لیدنې او تماس په عادت بدل شوی دی . زمونږ لیدنې د بیوروکراسۍ نه لرې په ډیره صمیمانه فضا کې دوام لري.
په انرژۍ برخه کې هم قوي همکاري دوام لري. هر شیبه په ترکیه کې د اق قویو د اټومۍ انرژۍ د بټۍ په جوړولو کار پیلولو امکان شتون لري.