د ترهګرۍ سره له مبارزې د ملاتړ اعلاميه!

د تركيې يو شمېر اكاډيمېسيانانو، ليكوالو، د مدني ټولنې استازو، دولتي كار كوونكو، د خصوصي سكتور استازو، ژورنالېستانو او د ټولنې نورو روښانفكرو د سوريې په شمال كې د تركيې د عملياتو په اړه ګډه اعلاميه خپره كړه.

د ترهګرۍ سره له مبارزې د ملاتړ اعلاميه!

 

د ترهګرۍ سره له مبارزې د ملاتړ اعلاميه!

د سوريې خاروه د يو جغرافيوي موقعيت په بڼه زموږ د ګاونډي هېواد سربېره د ګډ تاريخ او كلتور له پلوه ددې جغرافيې د اوسېدونكو مشترك ارزښت دى. دې مدنيت زموږ د تاريخ مهم شخصيتونه په خپله غېږ كې روزلي دي. پدې جغرافيه كې د سلګونو كلونو راهيسې عربانو، كردانو، تركانو او نورو توكمونو په ګډه د ورورۍ ژوند كړى او د هغو كسانو پر وړاندې يې په ګډه مبارزه كړې ده چې د دوى اتحاد ته يې ګواښ رامنځته كولو. د اناتوليا – سوريې جغرافيه د ورورولۍ، پيوستون او د ګډو ارزښتونو سمبول ده.

دا ورورولي د تاريخ په اوږدو كې تل د دښمنانو په سترګو كې د اغزي په توګه د نورو لخوا تر بريدونو راغلې ده. دا بريدونه د ۱۹۱۵ – ۱۹۱۸م كلونو ترمېنځ د بهرنيو ځواكونو لخوا د يرغل په بڼه ترسره شول چې د همدې مودې راهيسې يې تل د ايډيولوژيكي، توكمي او جدايي غوښتونو سياستونو سره يې دوام موندلى دى. د سوريې په جغرافيه كې روانې چارې د ځينو اكاډيميسينانو، تش په نامه روښانفكرانو او مدني فعالانو د وينا پر اساس په سيمه كې د توكم پر اساس د خاورې د لاندې كولو سيالي نه ده.

زموږ د ګډې پولې پر سر داسې دولت ډوله سياسي تشكيلات د جوړېدلو په حال كې دي چې د هېواد ځمكمنۍ بشپړتيا ته ښكاره ګواښ رامنځته كوي او د منځني ختيځ سيمه يو ځل بيا د امپرياليستي ځواكونو خدمت ته وړاندې كوي. دا ګامونه زموږ پخوانۍ ورورولۍ ته زيان رسوي په سيمه كې د تلپاتې بې ثباتۍ تخمونه كري.

دا مصنوعي اقدام كه څه هم منځتشى او ناكامېدونكى دى خو زموږ ګډه انرژي او ځواك بې ځايه لګوي او د سيمې د خلكو ترمېنځ د تلپاتې دښمنۍ او خونړيو جګړو سبب كيږي. ددې خطرناك بهير پر وړاندې د تركيې روښانفكره، اكاډيمېسيان او د مدني ټولنې استازي هېڅكله هم چوپه خوله نه پاتې كيږي. د خپل تاريخي مسئوليت له مخې لاندنيو ټكو ته د ملي او بين المللي عامه اذهانو پاملرنه جلبوو.

  •    تر هر څه وړاندې تركيه د ۱۹۴۶ كال راهيسې تر ننه پورې د ديموكراتيك نظام په چوكاټ كې د سيمې تر ټولو بريالى هېواد دى. په سيمه كې يواځينى هېواد دى چې د ګوندي پلوراليزم پر اساس يې ديموكراسي چليږي. په همدې اساس په ۱۹۵۲م كال كې د ناټو د سازمان غړيتوب يې ترلاسه كړ او د تېرو ۶۵ كلونو په اوږدو كې د ناټو د سازمان د غړو هېوادونو سره يې خپلې اړيكې پراخيې كړي دي. تركيه د داسې پياوړې مدني ټولنې، آزاد بازار او ښونيز سيستم خاوند هېواد دى چې د سيمې نور هېوادونه ورسره حتى د مقايسې وړ هم نه دي.
  •    ددې مقابل كې د امريكا متحده ايالتونه چې د تېرې نيمي پېړۍ راهيسې زموږ متفق هېواد دى د پې كا كا/ پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې سره چې د ايډيولوژيك او فلسفي لحاظه ماويست سوسياليست جوړښت لري، د نږدې همكارۍ له لارې د سوريې په شمال كې د يو نوي سياسي جوړښت د رامنځته كولو هلې ځلې كوي. د ديموكراتيك نظام او د پال پاټيست د رژيم لارويان ترهګر هېڅكله سره نه جوړيږي.  داسې ترهګر چې د وسلې پر زور خلك ګواښوي او د زور زياتي په واسطه د ځان لپاره سياسي او جغرافيوي ساحه رامنځته كوي هېڅكله د يو ډيموكراټيك بهير برخه نشي كېدلاى.
  •    د پې كا كا او پي واى ډي ترمېنځ هېڅ ډول توپير نشته دى. پي واى ډي په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې يوه څانګه ده او داسې هېڅ خصوصيت نه لري چې له پې كا كا دې جلا شي.  پې كا كا چې د ۱۹۷۸م كال د نوامبر د مياشتې په ۲۵مه نېټه د عبدالله اوجلان لخوا تاسيس شوې ده، د ترهګري بريدونو سره يې تر ننه پورې زموږ ۳۰ هېوادوال وژلي دي. يواځې د تېر كال په اوږدو كې ددې ډلې لخوا په بريدونو كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېره ۴۰ تنو ته لوړه شوې ده. پي واى ډي هغه ترهګره ډله ده چې د سوريې له شماله په تركيه كې د ترهګري فعاليتونو اداره يې په لاس كې ده. پي واى ډي د سوريې له پولو هېواد ته د ترهګرو او وسلې قاچاق او ترافيك هم پر غاړه لري. ددې ډلې د مشرتابه شورا غړي د پې كا كا د ترهګرو لخوا ټاكل شوي دي. په سوريه كې ددې ترهګرې ډلې په ټولو غونډو او مراسمو كې د عبدالله اوجلان پوسترونه ليدل كيږي چې دا هم په يواځې ځان د پې كا كا/ پي واى ډي ترمېنځ نږدې اړيكې ثابتوي.
  •    ددې حقايقو سره سره د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكو په خپله څرګنده كړه چې ددې ترهګرې ډلې سره پر وسلو بار د ۳۰۰۰ لاريو مرسته او د ۲،۲ ميليادو ډالرو په اندازه نقدي مرسته كړې ده. امريكايي چارواكو دا هم ويلي دي چې په سيمه كې به ددې ډلې له ځواكونو نه منظمه اوردو جوړه كړي. د داسې ترهګرې ډلې سره د وسلې او مهماتو مرسته او نظامي تدريس چې د تركيې سره عملاً په جګړه اخته ده، زموږ د هېواد لپاره ښكاره ګواښ بلل كيږي. ترهګرو د امريكا د ترلاسه كړو وسلو او مهماتو په واسطه  تركيې پر امنيتي ځواكونو بريدونه كړي او روزل شوي ترهګر عملاً په جګړه اخته دي. دا حالت د تركيې د عامه اذهانو لپاره د منلو وړ نه دي.
  •    امريكا ټينګار كوي چې د پي واى ډي سره ترسره شوې مرستې د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره اړينې دي. دا په داسې حال كې ده چې د امريكا متحدو ايالتونو د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د تركيې د همكارۍ وړانديز رد كړى دى. د داعش د ترهګرې ډلې د كمزورتيا سره سره د امريكا او پې واى ډي ترمېنځ اړيكې د پراختيا په حال كې دي. سربېره پر دې د جوړېدونكې اوردو د دندې ساحه هم د تركيې سرحد دى چې دا په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. د امريكا متحده ايالتونه د سوريې په شمال كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د مخامخ عملياتو پر مهال دې ډلې ته پر اوښتو زيانونو باندې سترګې پټوي. حتى د داعش پر وړاندې د فرات د سپر د عملياتو پر وړاندې د خنډونو د رامنځته كولو سره يې د اتفاق پر اړيكو سيورى كړى دى.
  •     پې كا كا / پي واى ډي هېڅكله د كردانو استازيتوب نه كوي. دې ډلې د خپل حاكميت په سيمه كې هغه كردان او عربان چې د دوى اقتدار يې په رسميت نه پېژندلو د سلګونو كلونو پلرني ټاټوبي تبعيد كړي، مخالفين يې زورولي او عام وګړي يې د سياسي فشار لاندې ځپلي دي. دې ډلې د توكمي پاكسازۍ په واسطه كوښښ كړى چې په سيمه كې خپل حاكميت ټينګ كړي. سربېره پر دې دوى د عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو نه د ژوندي سپر په توګه ګټه اخيستې ده. امريكا په سيمه كې د فعلي شتوالي سره پدې سرغړونو باندې سترګې پټې كړي دي.
  •      پورتني ټول شواهد دا ښايي چې د امريكا – پي واى ډي همكاري د داعش پر وړاندې نه ده او پي واى ډي هېڅكله د كردانو استازيتوب نه كوي. پي واى ډي د امريكا همكاره ترهګره ډله ده.

امريكا ددې ترهګرې ډلې سره د همكارۍ له لارې د تركيې په څېر د تاريخي متفق هېواد سره دوستانه اړيكې د خطر سره مخامخ كوي. د امريكا متحده ايالتونه د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا د ناكام اقدام د ترسره كونكې ترهګرې ډلې مشر فتح الله ګولن ته په خپل هېواد كې ځاى وركړى دى.  امريكا تركي هېوادوالو ته د ويزو د ځنډولو د پرېكړې سره هڅه كوي چې ګويا تركي ملت ته به د سزا وركولو له لارې غاړې كېښودلو ته اړ كړي. دا ټولې چارې د تركيې په عامه اذهانو كې د امريكا  پر وړاندې غبرګون راپاروي. ددې ټولو سره سره تركيه به د خپل ديموكراتيك نظام د پياوړتيا سره د سيمه ايزې سولې او ثبات د بيا تاسيس په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي.

لاسليكوونكي:

پروفيسور دوكتور عبدالخالق كره بولوت – د آغره ابراهيم چېچن پوهنتون

عبدالقادر آى – د ملي ښوونې وزارت

پروفيسور دوكتور عبدالقادر بولوش – د نجم الدين اربكان پوهنتون

پوهنمل دوكتور عبدالله آيدن – د مصطفى كمال پوهنتون

پروفيسور دوكتور عبدالله چاووش اوغلو

عبدالرحيم شن اوجاك – د كار او ټولنيز امنيت وزارت

پوهنمل دوكتور عدنان كوچوك – د كېرك كلا پوهنتون

احمد ب. ارپا – اقتصادپوه

احمد شوقي سېزګين – د احمد يسوي د پوهنتون سرمنشي

پروفيسور دوكتور احمد اويسال – د استانبول پوهنتون

احمد وهبي كوچ – د ملي ښونې وزارت

علي سالي – لومړى وزارت

پوهندوى دوكتور علي بويوك ارسلان – د استانبول ميډيپول پوهنتون

اردا آقچيچك -  سياستپوه

اتيلا ديمير قاسم اوغلو – دانقرې د اونكولوژۍ روغتون

پروفيسور دوكتور آيسون باى كارا بولوت – د ييلدرم بايزيد پوهنتون

پوهندوى دوكتور بهاالدين كارا ديمير – د چوكور اوا پوهنتون

پروفيسور دوكتور بېلګه خان آتسز ګوكداغ – د كېرك كلا پوهنتون

پروفيسور دوكتور بيرول آق ګون – د ييلدرم بايزيد پوهنتون

پوهندوى دوكتور برهان آيقاچ – د استانبول ګېلېشم پوهنتون

پروفيسور دوكتور بولند بيات – د غازي پوهنتون

پوهنمل دوكتور بنيامين تاش – د آق سراى پوهنتون

پوهندوى دوكتور جاهد باغجي – د تركيې د معارف وقت

جاهد اېپچه چان – د سييرت پوهنتون

جان آجون -  د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنو وقف

پوهنمل دوكتور جان جيلان – د استانبول د ميډيپول پوهنتون

جلال سېميز – د كورنۍ او ټولنيزو سياستونو وزارت

پروفيسور دوكتور جنګېز آنېك – د مرمرې پوهنتون

پوهنمل دوكتور جنګېز شاهين – د كستامونو پوهنتون

پروفيسور دوكتور جودت جوشكون – د ګيره سون پوهنتون

پوهنمل دوكتور جيحون جان اوزجان – د نجم الدين اربكان پوهنتون

پروفيسور دوكتور چېتين كايا قوچ – سانتا باربرا

پوهندوى دوكتور ابوبكر جيلان – د استانبول تخنيكي پوهنتون

اكرم چوراكلېك – د انرژۍ او طبعي زېرمو وزارت

ارطغرل باشېر – متقاعد

فاديمه اوزكان – د سټار ورځپاڼې

پوهندودى دوكتور فخرالدين اوندر – د سليمان ديميرل پوهنتون

پوهنيار فاروق تمل – د اېر جيس پوهنتون

فاتح – آق بابا – ليكوال

پروفيسور دوكتور فاتح ساواشان – د ملي دفاع وزارت

پروفيسور دوكتور فاتح اوشان – د ييلدرم بايزيد پوهنتون

ګولداله – د ميلاد ورځپاڼه

پروفيسور دوكتور ګولګون اردوغان توسون – د اېګې پوهنتون

پروفيسور دوكتور ابراهيم ساره اوغلو – د استانبول پوهنتون

پروفيسور دوكتور خليل آلتنتاش – د اېرجيس پوهنتون

پروفيسور دوكتور خلوق آلكان – د استانبول پوهنتون

هارون كبان – ليكوال

پوهنيار خاقان شاهين – د ميديپول پوهنتون

حميد كوچوكباتر – د مرسين ښاروالۍ

پوهنيار خنده سونګور اوغلو – د چانكره كارا تيكين پوهنتون

حسن اوزتورك – د اولكه ټلوېزيون

پوهندوى دوكتور حسن فرقان –  د قهرمان مراش سوتچو امام پوهنتون

پوهنيار حياتي اونلو – د استانبول پوهنتون

حكم صباح الدين ګېزيجي – د سلجوق پوهنتون

پوهندوى دوكتور حسام ادلين وطنسېف – د سلجوق پوهنتون

حسين اوز – د خدمت د كاري صنفي اتحاديې عمومي سرپرست

احسان آقتاش - د څېړنې، مشورې او ښونې مركز

احسان ايال – د استانبول د مدنيت پوهنتون

الياس توپچو اوغلو – د انقرې د مدافع وكيلانو اتحاديه

دوكتو اسماعيل چاغلار – د سياست، اقتصاد او ټولنې څېړنيز مركز

اسماعيل آق بييك – د كار او ټولنيز امنيت وزارت

پوهنيار اسماعيل ګوكتورك – د قهرمان ماراش د سوتچو امام پوهنتون

پوهنيار دوكتور قدير ايدين- د استانبول د ميډيپول پوهنتون

كنعان سفرلې – د ملي ښونې وزارت

پوهنيار دوكتور محمد عاكف ساره كايا – د استانبول تخنيكي پوهنتون

محمود اېوكوران – د كورنۍ او ټولنيز سياست د وزارت مشاور

محمود كا آن اېګار – د ښوونې د صنفي اتحاديې د قارص ولايتي مسئول

محمد آيكال – د غازي پاشا د مندوي مسئول

پوهنيار دوكتور محمد ايوب كيريش – د آفيون كوجه تپه پوهنتون

محمد خلوق اوچقون – د ځوانانو د سپورټ وزارت

محمد صديق بارك – متقاعد ښونكى

پروفيسور دوكتور محمد شاهين – د پوليسو اكاډيمي

پروفيسور دوكتور  محمد تونچېر – د كارا دېنېز تخنيكي پوهنتون

مروه شبنم اوروچ – د ينې شفق ورځپاڼه

پوهندوى دوكتور متين آق سوى – د سلجوق پوهنتون

پوهنيار دوكتور متين چيليك – د سلجوق پوهنتون

پروفيسور دوكتور متين دوغان – د ييلدرم بايزيد پوهنتون

پوهنيار متين اوزكان – د غازي پوهنتون

پروفيسور دوكتور محسن كار – د نيغدې د عمر خالص ديمير پوهنتون

مراد كفه دار – د ميګاپول څېړنيز مركز

پوهندوى دوكتور مراد كيريشچي – د احمد يسوي پوهنتون

پوهنمل دوكتور مصطفى اسلان – د عدنان مندرس پوهنتون

مصطفى شېګوان – د شېګوان حقوقي دفتر

پروفيسور دوكتور مظفر شكر – د نجم الدين اربكان د پوهنتون ريس

پروفيسور دوكتور ناجي ګوندوغان – د انادولو پوهنتون

نهال بنګي سو قاراجه – د خبرترك ورځپاڼه

پوهندوى دوكتور نصرت ګوكسو – د قهرمان ماراش د سوتچو امام پوهنتون

دوكتور اوغوزخان بيلګين – د غازي پوهنتون

پوهنمل دوكتور اوغوزخان يانار اېشېك – د اېرزينجان پوهنتون

پروفيسور دوكتور عثمان اېراوشار – د آق دېنېز پوهنتون

پروفيسور دوكتور عثمان هوراتا – د حاجت تپې پوهنتون

پروفيسور دوكتور عمر پاكيش – د حقاري د پوهنتون ريس

اوزلم چاغلار ييلماز – د مدني ټولنې استازې

پوهنمل دوكتور رمضان دوغان – د تراكيا پوهنتون

پروفيسور دوكتور رمضان يلكن د ييلدرم بايزيد پوهنتون

پوهنمل دوكتور رجب يورولماز – د آفيون كوجه تپه پوهنتون

سعدالله اوزجان – د ميلاد ورځپاڼه

پروفيسور دوكتور صالح ييلماز – د روسيې د څېړنو مركز

پوهندوى دوكتور صلاح الدين چنار – د كيليس د دسمبر د ۷ پوهنتون

پوهندوى سيف الله ييلدرم – د ييلدرم بايزيد پوهنتون

پوهنيار سلجوق آسلان – د دوملو پنار پوهنتون

سواوي كمال سازګېچ –  ټي آر ټي

پروفيسور دوكتور شفق اېرتان چوماقلې – د پوليسو اكاډيمي

پروفيسور دوكتور شاه مراد آرك- د كستامونو پوهنتون

شنول متين – د ښونې د صنفي اتحاديې د قونيې ولايتي مسئول

دوكتور شيخ عبدالرحمن چيليك – د كلتور او توريزم وزارت

پروفيسور دوكتور تانژو توسون – د اېژې پوهنتون

تاركان زنګين – د حرب د كار صنفي اتحاديه

تيميندار آيتيكين – د كورنۍ او ټولنيز سياست وزارت

اولكو نور زنګين – سياستپوه

اونسال چېتين – اقتصاپوه

پروفيسور دوكتور اونر كاياباش- د نيغدې عمر خالص ديمير پوهنتون د طب د پوهنځي سرپرست

عذير ګوچه – د اوسپنې د پټلۍ دولتي اداره

پوهنيار ياغېز آق سكال اوغلو – د غازي پوهنتون

يعقوب چيليك – د پولادلې پخوانى ښاروال

دوكتور يعقوب عمر اوغلو – د يوروېشيا د ليكوالو د ټولنې مشر

پوهنمل دوكتور ياسمين آباخان – د حاجت تپې پوهنتون

يلماز آلتنسوى – ليكوال

پروفيسور دوكتور يوسف ساره ناى – د تومب پوهنتون

يوسف ګېبزه لې – د ماليې وزارت

يوسف سيميس – د روغتيا وزارت

پروفيسور دوكتور يوسف شاهين – د آق سراى پوهنتون

پوهندوى دوكتور يوسف تېكين – د ملي ښونې د وزارت مستشار

 

 

 



اړوند خبرونه