ترکیې پوځ په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه

په عفرین کې د زیتون څانګې عملیاتو کې پرمختګ دوام لري

ترکیې پوځ په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه

د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو  ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره  ۱۴۳۹ تنو ته  لوړه شوه.

د ترکیې  د لوی درستیزوالۍ  د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د ترکېې وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک، ک جي ک، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف  پيل کړو عملیاتو په ترڅ کې  یو زیات شمیر سیمې  د ترهګرو نه تصفیه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات  د ترکیې پولې  د ترهګرو نه د پاکولو او د ورور او دوست  سیمې خلک  ددې ظالمانو د شر نه  خلاصول دي. دا عملیات  چې  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه  نیټه  پیل شوي دي دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د په عفرین کې روانو د زیتون څانګې په پوځي عملیاتو کې  د وژل شوو ترهګرو شمیره ۱۴۳۹ تنو ته  رسیدلې ده .

د عملیاتو په ترڅ کې  یو زیات شمیر سیمې  د ترهګرو نه تصفیه شوي دي.



اړوند خبرونه