په ترکیه کې یواځې  د جنوري په میاشت کې  نږدې سل زره کورونه  پلورل شوي دي.

په ترکیه کې د غیرمنقول اموالو سکتور د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات پرمختګ کوي

په ترکیه کې یواځې  د جنوري په میاشت کې  نږدې سل زره کورونه  پلورل شوي دي.

په ترکیه کې یواځې  د جنوري په میاشت کې  نږدې سل زره کورونه  پلورل شوي دي.

ترکیه  د غیرمنقول اموالو په برخه کې د نړۍ  توجه  ځانته جلب کړې ده . په ترکیه کې د غیرمنقول اموالو سکتور  د هرې ورځې په تیریدو سره  وده کوي.

د ترکیې د احصایې ادارې د شمیرو له مخې  یواځې  د روان میلادي کال په لومړنۍ  د جنوري په میاشت کې  ۹۷ زره  او ۱۹ کورونه  پلورل شوي دي.

د ترکیې د احصایې ادارې  په روان کال کې  د غیرمنقول اموالو د سکتور اړه ارقام  خپاره کړل.

ویل کیږي  په ترکیه کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې  د غیرمنقول اموالو سکتور د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  یو عشاریه ۷ سلنه وده کړې  او ۹۷ زره ۱۹ کورونه  پلورل شوي دي.

ویل کیږي  تر ټولو ډیر  کورونه په استانبول کې پلورل شوي دي. په استانبول کې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې  ۱۶ زره ۳۳۶ کورونه پلورل شوي دي.

همداشان  پلازمینه انقره بیا په دویم کتار کې ځای لري. تیره میاشت په پلازمینه  انقره کې ۹۷۲۰ او په ازمیر کې ۵۸۴۱ کورونه پلورل شوي دي.

تیره میاشت  په ترکیه کې په بهرنیانو  د کورونو  خرڅلاو  د ۲۵ عشاریه ۷ سلنې ودې سره  ۱۷۴۲ کورونه پلورل شوي دي.

په بهرنیانو  تر ټولو ډیر کورونه په استانبول، انتالیا، بورسا او ترابزون ولایتونو کې  پلورل شوي دي.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د افغانستان وګړي  د سعودي عربستان نه وروسته  دریم  هیواد  دی چې تر ټولو  ډیر يي کورونه  رانیولي دي.

په لومړني کتار کې عراق، په دویم کتار کې سعودي عربستان، دریم افغانستان ، څلورم  روسیه او پنځم  بیا  کویټ  قرار لري.



اړوند خبرونه