د تركيې تر ټولو لوى سرپټى سپورټي سالون

د تركيې د بورسا په ښار كې د تركيې تر ټولو لوى سرپټى سپورټي سالون جوړېږي.

د تركيې تر ټولو لوى سرپټى سپورټي سالون

 

 

دا سالون چې د تركيې د ځوانانو او سپورټ د چارو د وزارت  او د بورسا د ولايت د مقاماتو په ملاتړ جوړيږي، په كې د ټولو سپورټي څانګو د سياليو لپاره امكانات په نظر كې نيول شوي دي. د ځوانانو او سپورټ په نامه دې سالون كې به نړيوالې سپورټي سيالۍ ترسره شي.

دا سالون په ۳۴ زره ۷ متره مربع ځمكې باندې جوړيږي چې د سرپټې برخې ټول مساحت يې ۹۱۹ متره مربع دى او د ودانيو ټوليز مساحت يې ۲۲ زره ۵۱۵ متره مربع ته رسيږي. پدې ډول دا به د تركيې تر ټولو لوى سرپټى سپورټي سالون وي.

پدې سپورټي سالون كې به د ۲۵۰۰ تنو نندارچيانو په ظرفيت يوه برخه هم جوړه شي چې د هر ډول سپورټي سياليو د كوربه توب وړتيا به ولري. سربېره پر دې به د لمبا يو سټندرد حوض په كې جوړ شي.  د انفرادي سپورټي څانګو د مينه والو لپاره به د تمرين ځانګړې خونې، د جمناسټيك ځانګړى سالون، د روغتيايي ژوند د تامين په موخه ځانګړى سالون، د منډې ځانګړې برخه، د ذهني لوبو، كمپيوټر، موسيقۍ، پلاستيكي توكو هنر،  رسم او فلكور او عكاسۍ ځانګړې برخې هم ددې لوى سالون يوه برخه ده.

ددې سالون ۷۰ سلنه كار پاى ته رسېدلى دى او ټاكل شوې ده چې د روان ميلادي كال په پاى كې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه