د ناټو سازمان مشر ترکیې ته راغلی دی

د ناټو سازمان  عمومي  مشر  ینس  ستولتنبرګ  د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی دی.

د ناټو سازمان مشر ترکیې ته راغلی دی

د ناټو سازمان  عمومي  مشر  ینس  ستولتنبرګ  د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی دی.

د ترکېې د ملي دفاع وزیر  د ستولتنبرګ نه  د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

لومړی دواړو دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړل.

د ترکیې  د دفاع  وزیر  نورالدین جانکلي  د لیدنې نه مخکې د ناټو د عمومي  مشر نه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  د غوره کړي دریځ له امله مننه وکړه.

د ویلو ده چې  د ناټو مشر به  د ترکیې د ستر درستیز ستر جنرال خلوصي اکار او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره  لیدنه وکړي.

د ویلو ده چې  پدې لیدونو کتنو کې  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزې،  د روان کال په شلمه  نیټه  په عفرین کې  د پ ک ک او د هغوې د څانګو پ وای ډي او وای پي جي او داعش  ترهګرې ډلې  پر خلاف  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په عسکري عملیاتو، سیمه  اصلي اوسیدونکو ته د سپارولو ، د ترکیې او ناټو په اړیکو او بروکسل د سرمشریزې په تیاریو  باندې خبرې کیږي.

همداشان  د امریکا، فرانسې او انګلستان لخوا په سوریه کې د اسد په  رژیم  باندې د هوايي بریدونو  په اړه به هم  خبرې وشي.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم  د ناټو مشر حضور ته ومني.



اړوند خبرونه