ترکیې هوايي ځواکونو په پ ک ک ترهګرو درانده بریدونه وکړل

د ترکیې  هوايي  ځواکونو د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو او کمپونو  پراخه  بریدونه وکړل.

ترکیې هوايي ځواکونو په پ ک ک ترهګرو درانده بریدونه وکړل

د ترکیې  هوايي  ځواکونو د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو او کمپونو  پراخه  بریدونه وکړل.

د ترکیې د وسله وال پوځ د معلوماتو له مخې  هوايي ځواکونو په قندیل د هوايي بریدونو سره لږ تر لږه  ۱۸ تنه ترهګر  له منځه وړي دي.

د عراق په شمال کې  د پ ک ک پر خلاف  عملیات  پرته د ځنډه  دوام لري.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د جون په لومړۍ نيټه  په قندیل کې د پ ک ک  په ځالو او پټنځایونو  د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې  ۳۴ تنه ترهګر له منځه وړي دي.

د ترکیې وسله وال پوځ  ویلي دي چې په قندیل کې به د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه