د ترکیې  د پارلمان  نوی  رئیس  وټاکل شو.

د ترکیې پخوانی لومړی وزیر د پارلمان د رئیس په توګه وټاکل شو

د ترکیې  د پارلمان  نوی  رئیس  وټاکل شو.

د ترکیې  د پارلمان  نوی  رئیس  وټاکل شو.

د ترکیې  پخوانی لومړی وزیر  بنعلي  ییلدرم  د پارلمان د نوي  رئیس  په توګه وټاکل شو.

د ترکیې  پارلمان نن  د مشرتابه  د ټاکلو په خاطر په عمومي غونډه کې رایه اچونه وکړه.

په رای اچونه کې په لومړني پړاو کې  د عدالت او پراختیا ګوند نوماند  بنعلي ییلدرم  ۳۳۱ رایې او د جمهوریت خلق ګوند  نوماند  اردوغان توپراق  بیا  ۱۳۴ رایې ترلاسه کړې.په لومړني  او دویم پړاو کې  هیڅ کوم  نوماند نصاب  پوره نکړ چې  د همدې امله  ټاکنې  دریم  پړاو ته وغځول شوې.

په دویم  پړاو کې بیا د عدالت او پراختیا ګوند نوماند  بنعلي ییلدرم ۳۳۶ رایې  او د جمهوریت خلق ګوند نوماند اردوغان توپراق بیا  ۱۳۱ رایې  ترلاسه کړې.

په دریم پړاو کې بیا د عدالت او پراختیا ګوند  نوماند  د رایو د اکثریت د ترلاسه کولو له امله د پارلمان د رئیس  په توګه وټاکل شو.

د پارلمان رئیس  بنعلي  ییلدرم  د ټاکل کیدو نه وروسته  پارلمان ته په وینا کې وویل ( زه  به  په پارلمان کې د ټولو وکیلانو چا چې  رای راکړې او که  يي نده راکړې  ریاست وکړم. ټولو سره  به  یو شان چلند وکړم او ټولو ته په یو نظر ګورم.)

د پارلمان نوي مشر  ییلدرم  د موقتي  مشر نه دنده  رسمآ تسلیم شو.

د ویلو ده چې  په پارلمان کې د مشرتابه  د ټاکلو په خاطر  رای اچونه  د ماسپخین په دوه نیمو بجو  پيل شوې وه.

 



اړوند خبرونه