د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سفیرانو  کنفرانس ته وینا وکړه.

هغه وویل چې  د ترکیې اقتصاد  د سترې محاصرې سره مخامخ  دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سفیرانو  کنفرانس ته وینا وکړه.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  د جي شل د نړۍوالې بشري سرمشریزې نه نیولې تر جي اته  او اسلامي همکاریو د تشکیلاتو  د غونډې په څیر  یو زیات شمیر نړۍوالې غونډې او کنفرانسونه په ډیر بریالیتوب  ترسره کړي  او کوربه توب يي ترینه کړی دی.

تاسې د قدر وړ سفیرانو سره  مو  په کراتو غونډې کړي دي  خو  د سفیرانو د کنفرانس مسله بیا جلا ده. ددې کنفرانس موضوع هم  ډیره مهمه ده. زمونږ  د سږني کنفرانس موضوع په نړۍوالو اړیکو کې د ترکیې موقف او حالاتو مسله ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د سفیرانو د سږني کنفرانس  یو بل اهمیت  دادی چې دا  د نوي  حکومتي سیستم  لومړنۍ غونډه ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې په نوي  حکومتي نظام کې هر سړی  باید د قوي ترکیې په خاطر کار وکړي، تولید وکړي  او مجادله وکړي.

د مامور نه تر امره، د متخصص نه تر رئیسه، د والي نه تر سفیره  ټول باید  د ګډ کوردیناسیون  په چوکاټ  د لویې او قوي ترکیې په خاطر  کار وکړي، تولید وکړي او مجادله وکړي.

د ویلو ده چې  په کار کې بې ځایه اندیښنو او د کوردیناسیون نشتوالي له امله  د وخت ضایع کولو  تحمل  نه لرو. په حکومت کې چې  په کومه اندازه  د عمومي  رئیس  دنده  او موقف  مهم  دی  په همدې اندازه  د یو چوکي دار  چې  ټول شپه  زمونږ  د امنیت د ساتلو په خاطر  خپل خوږ خوب  قرباني کوي  او ټوله شپه  ویښه تیروي  په همدې اندازه  مهم  دی.

هیچاته به اجازه ورنکړو چې د حکومتي چارو  او نوي سیستم پر وړاندې خنډونه  جوړ کړي.

دا چې دا چا موقف، عنوان، دنده  او مسئولیت  په هره اندازه وي  کوم فرق نکوي، ټول باید  د عینې هدف په خاطر  کار وکړو. پرته  د شکه چې  د کنټرول  وظیفه  البته چې  مشران  په غاړه لري. مشران  د پخوانیو دورو په پرتله  لا زیات مسئولیت په غاړه لري.

په ځانګړې توګه   سفیران چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ترکیې استازیتوب کوي  ډیر زیات مسئولیت  لري.

ولسمشر اردوغان وویل نن ورځ  د ترکیې اقتصاد  د محاصرې سره  مخامخ  دی.

هغه وویل  د تیرو څو اونیو په دننه کې رامنځته شوو پرمختګونو  مونږ ټولو ته  یو ځل بیا  اصلي حقیقت  په ډاګه کړ. ترکیه  د نورو برخو په څیر  په اقتصادي برخه کې هم  د محاصرې سره مخامخ  ده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ګیزي  پيښه، وروسته د دسمبر د ۱۷ او ۲۵ مې پيښې او ورپسې بیا  د جولای د ۱۵ مې کودتا . د هیواد دښمنانو  زمونږ  د لاندې کولو په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې خو  خپلې موخې ته ونه رسیدل.هغوې خپل هلو ځلو او بریدونو ته  دوام  ورکوي.

ترکیه باید  د دا ډول بریدونو په مقابل کې پوره تدابیر ونیسي  او تدابیر ولري.

 



اړوند خبرونه