قطر د ترکيې نه قوي اقتصادي ملاتړ اعلان کړ

قطر په ترکيه کې د قوي اقتصادي ملاتړ نه خبر ورکړ

قطر د ترکيې نه قوي اقتصادي ملاتړ اعلان کړ

قطر د ترکيې نه ډير ستر اقتصادي ملاتړ اعلان کړ. 

د قطر امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني د رسمي سفر په ترڅ کې نن انقرې ته راغی. 

د قطر امير د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره  د درې نيم ساعته ليدنې نه وروسته په ترکيه کې د دير قوي سرمايه ګذارۍ نه خبر ورکړ. 

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې قطر په ترکيه کې د ۱۵ ميلياردو ډالرو پانګه اچونې پريکړه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د امريکا لخوا په ترکيې د اقتصادي تحريمونو نه وروسته ځينو برخو قطر په بې تفاوتۍ تورن کړی وو. 

قطر په ترکيې د اقتصادي بنديزونو په اړه لا زيات بې تفاوته پاتې نشو. 

قطر په ترکيه کې د ۱۵ ميلياردو ډالرو پانګه اچونې پريکړه وکړه. 

د قطر دې پريکړې په نړيوالو بازارونو کې د بهرنيو کرنسيو پر وړاندې د ترکي ليرو ارزښت لوړ شو.



اړوند خبرونه