ترکیې ولسمشر د سوریې د ادلب په سیمه کې د سترې انساني فاجعې مخه ونیوله

په ادلب کې  ستر انساني  تراژیدي د ترکیې د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په پایله کې مخنیوی  وشو.

Soçi.jpg

 

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د تیرو لسو ورځو په دننه کې د دویم  ځل لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  لیدنه وکړه ، دواړو مشرانو د سوریې د ادلب  سیمې  د خلع سلاح کولو  په مسلې تفاهم وکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  د روسیې د سوچي په ښار کې  د خپل روس سیال  ولادیمیر پوتین سره  دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د روسیې ولسمشر پوتین خبري غونډې ته وویل چې د میلمه ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان سره  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ په مسلو خبرې وکړې.

هغه  د دواړو هیوادونو ترمنځه په تجارت کې د ملي او ځايي کرنسیو په استفادې ټینګار وکړ او وویل چې دواړه هیوادونه به د انرژۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام  ورکړي. په یو زیات شمیر پروژو کې به ګډ کار وکړي.

هغه وویل چې  روسیې او ترکیې ترمنځه په کولتوري اړیکو يی هم  خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر ښاغلي پوتین وویل چې  د میلمه ولسمشر سره يي  د لیدنې اصلي  موضوع د سوریې  د ادلب مسله وه. د ادلب په مسله کې ډیرې مهمې پریکړې وشوې.

روس ولسمشر وویل لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  روسیه  په سوریه کې پوځي هډې لري  او پدې هډو  د بریدونو په اړه اندیښنه لري.

د ادلب په مسله کې مو  د ۱۵ نه  تر ۲۰ کیلومتره پورې  سیمه  د هر ډول وسلو نه د پاکې  سیمې د جوړولو په اړه  تفاهم وکړ. یعنې مخالفین به د خپلو درندو وسلو سره  ددې سیمې نه په شا کیږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا خبري غونډې ته وویل چې  روسیې ته د راتګ  او ښاغلي پوتین سره  د لیدنې له امله  ډیر خوښ  دی. هغه وویل چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  دوه اړخیزې همکارۍ  په هره برخه کې  د ګډې سیاسي ارادې سره دوام لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ښاغلي پوتین سره  د سوریې د مسلې په اړه  خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د ښاغلي پوتین سره  د سوریې د ادلب په سیمه  کې  د اکتوبر د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره  د وسلو نه د پاکې او امن سیمې د جوړولو  پر سر  مو تفاهم وکړ. ددې تفاهم  له مخې  په ادلب کې مخالفې ډلې  او د اسد ځواکونه به دواړه په کومو سیمو کې چې قرار لري هلته به پاتې کیږي.

د امن  او وسلو نه د پاکې سیمې  امنیت  به  ترکیه او روسیه  په ګډه  ټینګوي. پدې ډول  به په ادلب کې  د ستر انساني  تراژیدي  مخه ونیول شوه.

ولسمشر اردوغان وویل  هیله لرو چې په سوریه کې  د نوي اساسي قانون  کمیټه هر څه ژر خپل کار  سرته ورسوي  او ددې هیواد خلک خپل راتلوونکو  په خپله لاسونو وټاکي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ټول پوهیږۍ  ترهګرې ډلې  یواځې په ادلب کې  نه بلکې  د فرات نهر  په ختیځ کې هم  فعالیت کوي. د پ ک ک  ترهګره ډله او د هغوې  څانګې.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان  د سپتمبر په ۷ مه نيټه په تهران کې  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  لیدنه کړې وه.

 

 



اړوند خبرونه