د ترکیې  تابعیت  په برخه کې  نوې اسانتیاوې رامنځته شوې.

ترکیې د تابعیت په قانون کې ځینې تغیرات راوستل

د ترکیې  تابعیت  په برخه کې  نوې اسانتیاوې رامنځته شوې.

 

په ترکیه کې د تابعیت په قانون کې  ځینې  نوي اصلاحات رامنځته شول. په ترکیه کې بهرنیو وګړو ته د تابعیت  ورکولو  په برخه کې  جدي اسانتیاوې رامنځته شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د یو نوي  تقنیني فرمان په صادرولو سره  د تابعیت په قانون کې  نوي  تغیرات رامنځته کړل.

ددینه وړاندې  چې به  یو تن بهرني وګړي  ته  د یو میلیون ډالرو په ارزښت د غیرې منقول اموالو د رانیولو په بدل کې  د ترکیې تابعیت ورکول کیده ، دا رقم يي  ۲۵۰ زره  امریکايي ډالرو ته راښکته کړ.

د ولسمشر اردوغان  تقنینی فرمان  په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته نافذ شو.

ددې  تقنیني  فرمان  له مخې  بهرنیو وګړو ته  چې به په ترکیه کې  د ۲ میلیونه امریکايي ډالرو  په بدل کې  تابعیت ورکول کیده  اوس دا رقم  ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو ته  راټیټ شو.

همداشان  په ترکیه کې  هر بهرني وګړي  چې  د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت غیر منقول اموال لکه  کور، دوکان  او داسې نور  دا ونیسي  او لږ تر لږه  تر ۳ کلونو يي  ونه پلوري  د ترکیې د تابعیت حق ترلاسه کوي.

همداشان هغه  بهرني وګړي چې  تر درې کلونو مودې پورې  د ترکیې په بانکونو کې  لږ تر لږه  ۵۰۰ زره  امریکايي ډالره  وساتي  او یا په ترکیه کې  دولتي  قیمت بها  سندونه  وپیري  د ترکیې  تابعیت  حق  ترلاسه کوي.

همداشان  په ترکیه کې  هر هغه  بهرنی  چې  لږ تر لږه  ۵۰ تنو  ترکي وګړو  ته  د کار زمینه برابره کړي  د تابعیت حق  ترلاسه کوي.

 

 



اړوند خبرونه