ترکیه داځل لا پرمختللې تعرضي چورلکه جوړوي

ترکیه  د اټاک په نامه  د  پرمختللو  جنګي  چورلکو نه  وروسته  داځل  لا لویې  او لا پرمختللې  جنګي  چورلکې  جوړوي.

ترکیه داځل  لا پرمختللې تعرضي چورلکه جوړوي

 

دا خبره  د ترکېې  د دفاعي صنایعو  د ادارې  رئیس  اسماعیل دیمیر وکړه. هغه  د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې  هر  څه ژر به د اټاک جنګي چورلکو نه د لا لویو او پرمختللو  جنګي چورلکو پروژه  معرفي کړو.

هغه وویل چې  په ترکیه کې  پدې وروستیو کلونو کې  د دفاعي صنایعو سکتور  ډیره  زیاته وده کړې  او بهرني صادرات  تر ۲ میلیاردو ډالرو اوښتي دي.

هغه وویل چې  دا ټول د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هلو ځلو  او قوي حمایت  برکت  دی.

هغه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  د اټاک  تعرضي  او جنګي چورلکې نه وروسته  داځل  د لا لویې  او لا پرمختللې تعرضي  چورلکې په جوړولو پیل شوی دی. انشاالله چې هر څه ژر به  د نوې چورلکې  پروژه  اعلان او معرفي کړو.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ  د ترکيې لخوا په ملي او ځايي امکاناتو جوړه شوې  د اټاک په نامه  تعرضي او جنګي چورلکه په نړۍ کې  تر ټولو د پرمختللو  د لومړنیو پنځو چورلکو په کتار کې  ده  خو  مونږ  د اټاک چورلکې نه هم  د لا لویې  او لا پرمختللې چورلکې په پروژې کار پيل کړی دی.

هغه  د روسیې نه د اخیستل شوو اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د سیستم په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « دا په نړۍ کې  ډیر پرمختللی  دفاعي سیستم  دی او انشاالله چې  ترکیه به ورته  د دوست او دښمن د پیژندولو سیستم  هم  پکې  نصب کړي.



اړوند خبرونه