ترکیه د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې پلټنې کوي

ترکیه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  پلټنې کوي.

ترکیه د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې پلټنې کوي

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته د تري تم شوي  عربستاني ژورنالست جمال قاشقچي  د لا درکه کیدو په اړه د څیړونو په چوکاټ کې  به د  سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې  پلټنې  ترسره شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی  د عربستاني ژورنالست د برخلیک  او تحقیقاتو په اړه په لیکلې بڼه  پوښتنې ځواب کړي دي.

هغه ویلي دي چې  د سعودي عربستان د تري تم شوي ژورنالست  جمال قاشقچي  د برخلیک د معلومولو په خاطر چې د اکتوبر د دویمې نیټې نه راپدیخوا  تري تم  دی  قضايي ، امنیتي او استخباراتي ارګانونه په ګډه توګه  کار کوي.

د نوموړي  ژورنالست د عاقبت  د معلومولو په خاطر  په ډیره جدي توګه  تحقیقات  دوام لري.

هغه ویلي دي سره ددې چې  د ویانا د تړون په اساس  ډیپلوماتیکې نماینده ګۍ د مصئونیت حق نه برښمند دي خو د نوموړۍ نماینده ګۍ د مشر د موافقې  له مخې  د کوربه هیواد لخوا د قونسلګرۍ په ودانۍ کې  پلټنې ترسره کیدی شي. سعودي عربستان  پدې اړه د هر ډول همکارۍ  ژمنه کړې او ویلي دي چې  د قونسلګرۍ په ودانۍ کې د پلټنو اجازه ورکړې ده . د همدې امله  د تحقیقاتو په چوکاټ کې به د قونسلګرۍ په ودانۍ کې  پلټنې ترسره شي.



اړوند خبرونه