د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

 

 لکه څرنګه چې پوهیږۍ د نړۍوالې کیدو پيړۍ  زمونږ  په ژوند کې ډیر جدي  او ژور تغیرات رامنځته کړي دي. زمونږ په ژوند کې داسې تحولات  رامنځته کړي دي چې  په ماضي کې  ډیرو اوږدو کلونو  نه وو رامنځته کړي. دې بهیر په اصل کې  ډیر لوی  لوی تحولات  او تغیرات  په ډیر وخت  زمان او مکان کې  ځای کړي دي.

نامتو ټولنپوه  داوید هاروي  ددې بهیر نه  د زمان او مکان  محدودیت  په توګه یادونه کړې ده .

پدې دوره کې  تحولات، تغیرات، اړیکې او پيښې په ډیره  چټکه توګه رامنځته کیږي. د چا خبره  ددې چتکتیا تعقیب  په انسان  سر چورلوي. دې بهیر  لرې سیمې نږدې کړي  او نږدې والی  ډیر لرې کړی دی. پدې دوره کې  ډیر ګران  شیان يي اسانه کړي او ډیر اسانه  شیان يي ګران کړي دي. په هغه شیانو چې به په ډیره اسانه توګه پوهیدو هغه يي ګران کړي دي.

همداشان  یو تن بل  ټولنپوه  اورتیج ګاسټ  ویلي دي چې  ډیر  زیات تمدن  د ډیرو زیاتو ستونزو  په معنا  دی. همداشان  په کومه اندازه  چې  پرمختګ کیږي ددې په مقابل کې  ستونزې او خطرات هم  په همدې اندازه لویږي. د ژوند  چارې  په کومه اندازه چې  ښې، ښکلې  او جاذبیږي  ددې په مقابل کې په همدې اندازه  جنجالي او ګرانیږي.

د ترکیې د انقرې د ییلدرم  بایزید د پوهنتون د پوهنتون  د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

زمونږ  د بحث  نقطه داده چې  د دودیزو  دوره  په پرتله  د لا زیاتو مختلفو هویتونو، کولتورونو، ادارو، سازمانونو سره  ژوند کوونکي  وګړي، ډلې، ادارې او دولتونه  د نورو سره باید د څه ډول  اوسلوب ، ژبې، دریځ  نه کار واخلي. د نورو سره باید څه ډول  ارتباطات ټینګ کړي. ځکه چې د دودیزو  اړیکو  د لمنځه تلو سره  ژوند  د هر پلوه  د مختلفو جنجالونو  سره  مخامخ  دی. همداشان  په عینې  ځای کې د ډیرو مختلفو هویتونو  ژوند کول  هم  ډول ډول  ناڅرګندۍ  او ستونزې رامنځته کوي.

نن  ورځ  په نړۍ کې  د موجود نفرت ، تبعیض ، دښمنیو  او نورو ډول ډول ستونزو  د لاملونو نه  مهم  لامل  دا  د ناڅرګندۍ حال  دی.

د نورو په مقابل کې  کارونکې  ژبه  یا اوسلوب  په اصل کې  په عادي  حالاتو کې  مهم  دی   خو  د ناڅرګندۍ  په حالاتو کې  بیا  د نورو په مقابل کې  کاریدونکې ژبه، اوسلوب او دریځ  د اشخاصو، ډلو، سازمانونو ، اداراتو او حتا د دولتونو ترمنځه په اړیکو کې بیا  ډیرې مهمې اغیزې لري.

ځیني  اوسلوبونه  او چلندونه  چې عادي حالاتو کې ټولو ته  نورمال  ښکاري  خو  د ناڅرګندۍ  په حالاتو کې بیا کیدای شي چې  جدي ستونزې  او اندیښنې رامنځته کړي.

اشخاص، ټولنو، سازمونو او دولتونو په توګه  په شاوخوا کې  مونږ ته  ورته  او نورو سره  باید  څه ډول  ژبه  او اوسلوب وکارو؟ ددې پوښتنې ځواب  د بعضو هغه  چلندونو او کړنو  چې هیڅوخت د تصویب وړ ندي  د حس کولو له پلو هم  مهم  دی.

ددې پوښتنې په ځواب  به  په راتلوونکو  سترونو کې  بحث وکړو.

د انسانانو ترمنځه په اړیکو کې  باید د څه ډول  اوسلوب او چلند نه  کار واخیستل شي؟ د هغوې په مقابل کې باید  په دومداره توګه  غبرګون وښودل شي؟ په دومداره توګه پرې  باید  نیوکې وشي ؟ په دومداره توګه  باید ورسره مخالفت  وشي؟ او  که  نه  د هغوې سره  به باید  د اقتدار په ژبه  چې  هر چا ته يي غیږ پرانیستي وي خبرې وشي؟

غواړم دې مسلې ته  لا زیات  وضاحت ورکړم. یوه څه موده مخکې یوه ډیرې مهمې غونډې ته  چې  د اسلامي نړۍ پخوانیو وزیرانو، د پارلمان وکیلانو، قومي مشرانو  او مهمو اشخاصو ګډون کړی وو  بلل شوی وم. دا غونډه  په یو هوټل کې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه. پدې غونډه کې ډیرو مهمو  ویناوالو ګډون کړی وو.

هر ویناوال  داسې  د خپلې وینا سره  په سالون کې د ناستو میلمنو  احساسات  راپارول. په سالون کې د شعارونو او لاسونو د تقولو له امله  انګازې  خپرې  وې.

خو کله چې د وینا  وار  ماته  راغی  او په وینا مې پیل وکړ په سالون کې چپتیا غوره شوه. ما په خپله وینا کې وویل چې  هو  اسلامي نړۍ  تر وروستۍ درجې  ترخو  او دردونکو  ستونزو سره  لاس او ګریوان  ده. ډیرې  جدي  ستونزې  لري. خو دا غونډه  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترسره کیږي. دلته باید  په ډیرې سړې سینې  د اسلامي نړۍ په موجودو  ستونزو بحث وشي  او د حل مناسبې لارې ورته ولټول شي. زما  پدې څرګندونو  په سالون کې ډیرو کمو کسانو لاسونه وټقول.

خو  دې وینا او دې غونډې  ماته  ډیر  څه رازده کړل. دې  غونډې  ماته  درې ډوله  د وینا ډولونه  او درې ډوله هم  چلندونه  رازده کړل.

لومړی  د کوڅې  ژبه  یا د تظاهراتو ژبه  . د کوڅې ، ښار او بازار  ژبه  په ډیرو زیاتو مواردو کې  ډیره  زیاته اغیزمنه  ژبه ده. په بعضو غونډو، لاریونونو او  مظاهرو   کې  دا ژبه  هغه  څه دي چې  تر ټولو  ډیره  اغیزمنده  ده.

د جولای  د ۱۵ مې د پيښې په څیر  بعضې وختونه  هیڅډول  وینا، ژبه، اوسلوب  او چلند  د کوڅې د ژبې په څیر  ګټوره  نوي. خو  یوه خبره باید  هیره نکړو چې  د کوڅې  ژبه په هر ځای کې بلکې  د لزوم  پر وخت ګټوره  ده. یعنې یو څوک  په دومداره توګه  ددې ژبې نه په استفادې سره  د نورو سره  اړیکې او ارتباطات  ټینګولای نشي. ددې ډول سره  تل پاتو اړیکو، سیستمونو جوړول ناممکنه ده. ددې ژبې سره  کولتوري او مدني  بډایه جوړولی نشو.

دې غونډې  بله ماته  د مظاهرو  او مخالفت  ژبه  رازده کړه.

مخالفت  ژبه  هغه ژبه ده چې د یو چوکاټ  په منځ کې  پرته ددې چې  کومه  پروژه  ولرې، د حل لاره ولرې  یواځې او یواځې په اقتدار  او واکمنو  نیوکې کول دي. په هر چا  په بې باکانه ډول  نیوکې کول دي.

مونږ  د مخالفو سیاسي ګوندونو نه د بیلګې په توګه  یادونه کولای شو. دوې پرته ددې چې تل نیوکې وکړي، رد او بد ووايي  بل کار  نلري. دوی  پرته ددې چې  یوې ستونزې او مسلې ته د حل لار  ولټوي  او نوښتګر  وي  تل  نیوکې کوي. هو که چیرې  دا نیوکه  د  مناسبو حل لارو  او نوښت سره  یو ځای وي دا به  ډیره  ګټوره او اغیزمنې شي.

دریمه  د واکمنو یا اقتدار ژبه  ده.

د واکمنو یا اقتدار ژبه  تل  نرمه، سوله ایزه، جوړونکې  او نوښتګره  ژبه ده. دا ډول  ژبه  او چلند یواځې د سیاسي  ګوندونو او سیاسینو لپاره نه  بلکې د نورو لپاره هم  ډیره  ګټوره  ده.

ځینې  برخې  د کوڅې ، مخالفت  یا  مظاهرو د ژبې او اوسلوب سره نه بلکې د اقتدار د ژبې سره  غواړي چې  شاوخوا  خلک  د خپل حرکت  او غورځنګ  سره  یو ځای کړي.

هو  د ځوانۍ  په عمر کې  که چیرې  څوک  احساساتي، د مخالفت ژبه  او یا هم  د کوڅې  ژبه وکاروي  کیدای شي چې په چا ډیره بده ونه لګیږي  . ځکه چې ټول  پدې پوهیږي چې دا ځوان  دی  او وینه يي په جوش کې ده . خو کله چې د انسان  عمر  ډیریږي  او یا لوړ مقام  ته رسیږي  هغه مجبور  دی چې د اقتدار  ژبه  وکاروي. ځکه چې  د هغه نه د همدې ژبې د کارولو تمه کیږي. یوه معقوله ده وايي هر هغه چا ته چې تاج ورپه سر کړې هغه لا درنیږي.

تصور وکړۍ  یو څوک  چې  د پوخ عمر خاوند  وي  او یا  لوړ مقام  او موقف ته رسیدلی وي  ایا  د کوڅې  یا مخالفت  ژبه  د هغه  د شان  سره  جوړیږي؟

هر وخت  د پوخ عمر خاوند، دروند، د لوړ موقف  ، درجې  او څوکۍ  خاوند  انسان  نه د ستونزو په مقابل کې  د ډیرو  نرم  رفتار  او چلند  او ښې ژبې  تمه کیږي. دا ډول  نرمه  ژبه او چلند  د انسانانو، اداراتو، سازمانونو او حتا  د دولتونو ترمنځه په ښو اړیکو جوړولو کې  ډیر مهم  ځای  لري.

همداشان  ددې درې ژبو نه بهر  یوه بله ژبه هم  شتون لري چې هغه  د چاپلوسۍ  ژبه ده. دا هغه  ژبه  ده چې  د خپلو شخصي ګټو  په خاطر  تل  د نورو خبرې  تاییدوي. په خپل ژوند کې  ددې ډول چلند  او ژبې  د کارولو نه باید  تل ډډه وکړو.

همداشان  د کوڅې  او مخالفت  ژبې په پرتله  د اقتدار ژبې کارول هم  ځانګړې تجربه  غواړي. دا ژبه باید په معلوم  زمان او مکان کې وکارول شي.

دا ژبه په اصل کې  اشتباه ګانو  نه  د درس اخیستو سره  زده کیږي.  



اړوند خبرونه