د یونان لومړی وزیر ترکیې ته راغی

د یونان  لومړی وزیر الکسیس  چیپراس  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې  پرون  پلازمینې انقرې ته راغی.

د یونان لومړی وزیر ترکیې ته راغی

 

ولسمشر اردوغان  په پلازمینه  انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د یونان د لومړي وزیر چیپراس سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې « ترکیه هیله لري چې  یونان  د فتح الله ګولن، پ ک ک او ډي ایچ ک پ سي  په څیر  ترهګرو سازمانونو او ډلو لپاره  په پناه ګاه او یا خوندي  ځای  بدل نشي.

ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لرم چې د ترکیې او یونان ترمنځه  موجودې ټولې ستونزې به د حقانیت پر بڼسټ ولاړ د سوله ایزو  لارو څخه  حل  شي. خو  د یونان نه  زمونږ  تمه  او انتظار  دادی چې  دا هیواد  د فتح الله ګولن، پ ک ک  او داسو  نورو  ترکیه دښمنو ترهګرو سازمانونو او ډلو  لپاره په پناه ګاه  او خوندي پټنځای  بدل نشي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د یونان د لومړي وزیر ښاغلي  چیپراس  او مل هیت سره  مو  پدې لیدنه کې  د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نيته  د کودتا نه وروسته  یونان ته  د تښتیدولو  کودتاچي  ترهګرو  ترکیې ته د اعادې  په اړه مو خپله غوښتنه او انتظارات  تازه کړل.

ولسمشر اردوغان  د اروپايي ټولنې لخوا ترکي وګړو  ته د ویزې د معافیت  د ژمنې نه په یادونې سره وویل «  لکه څرنګه چې مونږ  کړې ژمنې ټولې پر ځای کړي دي  همداشان  د اروپايي ټولنې هم  د کړو ژمنو د پر ځای کولو  غوښتنه او تمه لرو.

د یونان  لومړي وزیر  چيپراس  بیا وویل چې  د ترکیې سره  ډیرې صمیمي او ځانګړی ډیالوګ لري. په سیمه کې  د ترکیې سره  موجودې ستونزې  لاینحله  ندي. د سولې ایزو  او خبرو اترو له لارې ورته  د حل لارې  لټه وو.

هغه وویل چې  د ترکیې او یونان ترمنځه په اړیکو کې  د مثبتې پاڼې په پرانیستو بریالي شوي یو.



اړوند خبرونه